د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن او خلیلزاد افغانستان کې په سیاسي جوړجاړي او اوربند خبرې کړې


دا له زلمي خلیزاد سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر بلینکن لومړی نی ملاقات و.
دا له زلمي خلیزاد سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر بلینکن لومړی نی ملاقات و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون پنجشنبه فبروري څلورمه (سلواغه ۱۶) د افغان سولې لپاره د دغه هیواد د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.

انتوني بلینکن پر خپل ټویټر لیکلي چې دواړو لورو د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو د راتلوونکي سیاست په اړه چې هغه کې د تروریزم له ګواښ څخه د متحده ایالاتو خوندي ساتل، یو عادلانه او تلپاتې سیاسي توافق ته رسېدل او د یو تلپاتې او هر اړخیزه اوربند په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له بلینکن سره ملاقات او خبرې ګټورې بللي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زلمي خلیلزاد هم تر دغه لیدنې وروسته پر خپل ټویټر لیکلي چې انتونې بلینکن ته یې د افغان سولې بهیر په اړه معلومات ورکړي دي.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې چې په دغه لیدنه کې پر شرایطو ولاړې ستراتیژي باندې تمرکز وشو، داسې ستراتیژي چې د هغه په وینا په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لامل شي او پرېنښودل شي چې د دغه هیواد خاوره د امریکا متحده ایالاتو پر ضد وکارول شي.

دا له زلمي خلیزاد سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر بلینکن لومړی نی ملاقات و.

زلمی خلیلزاد چې تر دې مخکې په عراق او افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د سفیر په توګه هم دنده تر سره کړې ده، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ډونالد ټرمپ د حکومت لخوا د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو.

د نوموړي د ماموریت پرمهال په ۲۰۲۰کال فبرورۍ کې د امریکا او طالبانو د سولې تړون هم لاسلیک شو.

تیره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن وویل چې زلمي خلیلزاد به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG