د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: خلیلزاد د افغان سولې په اړه خپل ماموریت ته دوام ورکوي


په داسې حال کې چې د جوبایډن ادارې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د بهرني سیاست ځینې برخې ودرولي یا تر ارزونو لاندې نیولي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې زلمی خلیلزاد به د افغان سولې په تړاو خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۷ (سلواغه ۸) خبریالانو ته وویل د امریکا – طالبان تر منځ د سولې توافق، چې د ۲۰۲۰ د فبروري په ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شوی، د ارزونې چارې پیل شوي دي.

د اسوشیتید پرس د رابور په اساس ښاغلي بلینکن د خپل کار په لومړۍ ورځ ویلي: "د (جوبایډن) ادارې د افغانستان لپاره د ټرمپ له ځانګړي استازي او په ملګرو ملتونو کې پخواني سفیر زلمي خلیلزاد څخه غوښتي چې په دې برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي".

د امریکا نوی حکومت په داسې حال کې د زلمي خلیلزاد د ماموریت دوام رسماً تائیدوي چې د افغانستان د دولت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوی په دوحه کې دي، خو په تیرو ۱۲ ورځو کې دواړو خواو هیڅ ډول غونډه نه ده کړې.

د افغان دولت پلاوي یو غړي ناد نادري ویلي چې طالبان تراوسه د رسمي غونډې او د جګړې د پای ته رسولو پر بحث لپاره چمتو شوي نه دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې په دوحه کې د سولې بحثونه ځکه ودرول شوي چې دواړه خواوې د افغان سولې په تړاو د جوبایډن د ادارې د سیاست څرګندېدو ته په تمه دي.

XS
SM
MD
LG