د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د سولې بهیر کې د امریکا-پاکستان په همکارۍ خبرې 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ جنوري‌ ۲۹ (سلواغه ۱۰) د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په تیلیفون کې خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي دي‌ چې دواړو غاړو د ځینو نورو مسایلو تر څنګ د « د افغانستان د سولې په اړه د متحدو ایالتونو او امریکا د همکارۍ په ارزښت خبرې وکړې.»

اعلامیه زیاتوي چې ښاغلیو بلینکن او قریشي همدغه راز د سیمې د ثبات او دواړو هېوادونو ترمنځ‌ د تجارتي او اقتصادي اړیکو په اړه د همکاریو په ارزښت هم وغږېدل.

ښاغلي بلینکن تر دې مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ سره هم په تیلیفون کې خبرې کړې وې او هغه ته یې ویلي وو چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د تړون ارزونه به کوي.

نوموړي همدغه راز په افغانستان کې سولې راوستلو، د ټولو دخیلو غاړو ترمنځ د یو تفاهم رامنځته کیدو او یو دایمي اوربند په اړه هم ټینګار کړی.

ولسمشر غني له ښاغلي‌ بلینکن سره خپلې خبرې ښې ګڼلې وې او هیله یې ښودلې وه چې د بایډن له نوې ادارې سره به یوه مترقبه اړیکه موجوده وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په اساس ښاغلي بلینکن شاه محمود قریشي سره په خبرو کې د امریکايي خبریال ډانیل پیرل د محکوم ترهګر قاتل شیخ احمد عمر په اړه هم خبرې وکړي چې مطمین شي‌ له هغه سره حساب او کتاب کیږي.

احمد عمر او څو تنه نور د امریکايي خبریال د تښتولو او وژلو په تور محکوم شوي وو چې د پاکستان سترې محکمې پتییلې هغوی له بند څخه خوشي کړي. خو ښاغلي بلینکن په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د امریکا د حکومت پیغام رسولی دی.

XS
SM
MD
LG