د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د امریکایانو او هغو خبریالانو ایستل چې د امریکایي رسنیو لپاره یې کار کړی،لومړتوب لري


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږې ۲۳) وویل امریکا د امریکایي اتباعو او هغو افغانانو د تخیلې په درجه بندي بوخته ده چې له امریکایي رسنیو سره یې کار کړی دی.

ښاغلي بلینکن د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې په استعماعیه غونډه کې وویل، د امریکایي اتباعو او هغو خبریالانو چې د امریکا د رسنیو د نړیوالې ادارې لپاره یې کار کړی دی، د جمهور رئیس بایډن د کار په لومړیتوب کې ځای لري.

د امریکایي اتباعو، د اس ای وي یا د مهاجرت د خاصو ویزو د متقاضیانو او د هغو خبریالانو د ایستلو لپاره چې امریکایي رسنیو ته یې کار کړی دی، په داسې حال کې ټینګار زیات شوی چې امریکایي چارواکو ویلي، د جولای له ۱۵ بیا د اګست تر ۳۰ نیټې پورې یې څه باندې ۱۲۴ زره کسان ایستلي دي.

خو له دې سره سره، د اس ای وي د زرګونو مستحقینو برخلیک چې په تیرو دوو لسیزو کې یې د امریکا د حکومت او نظامیانو لپاره یې کار کړی دی مالوم ندی او په افغانستان کې پاتې دي.

د دواړو ګوندونو جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو غړو ویلي دي چې د جوبایډن حکومت دغو کسانو ته د ویزو د ورکړي د پروګرام د ګړندیتوب په برخه کې کافي کار ندی کړی.

امریکایي سناتورانو ویلي، د مهاجرت د خاصو ویزو د ۲۰ متقاضیانو له ډلې یوازې ۷۰۵ کسان امریکا ته انتقال شوي دي.

د اس ای وي د متقاضیانو تر څنګ، هغه سلګونه خبریالان چې د امریکا د رسنیو د نړیوالې ادارې لپاره یې کار کړی دی، په مخفي ډول په افغانستان کې ژوند کوي او په تمه دي چې له هغه هیواد څخه وایستل شي.

تیره اوونۍ د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې راپور ورکړ چې طالبانو ۱۴ خبریالان د لنډ وخت لپاره ځکه توقیف کړل او حتی دوه یې سخت وډبول چې هغوی د پاکستان پر ضد د میرمنو د مظاهرو خبري پوښښ کاوه.

XS
SM
MD
LG