د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: اسرائيل له ځانه د دفاع 'حق' او 'مکلفيت' لري


بلینکن د اسرائیل له ولسمشر سره د لیدنې پر وخت
بلینکن د اسرائیل له ولسمشر سره د لیدنې پر وخت

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ نومبر ۳ (لړم ۱۲) یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اسرائیل حق او مکلفیت لري چې له خپل ځان څخه دفاع وکړي.

ښاغلي بلینکن په تل ابیب کې د اسرائیل له ولسمشر اسحاق هرزوګ سره د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل، "اسرائیل نه یوازې دا حق لري، بلکې د ځان د دفاع مکلفیت هم لري...ترڅو ډاډمن شي چې د اکتوبر اوومه بیا هیڅکله تکرار نشي."


اسرائیل په غزې کې د واکمن حماس ډلې پر ضد د غچ اخیستنې پراخ ځوابي بریدونه وروسته له هغې پیل کړل چې د حماس جنګیالیو د اکتوبر پر اوومه په اسرائیل باندې په یو برید کې د اسراییلي مقاماتو په وینا ۱۴۰۰ کسان ووژل.

د حماس تر کنټرول لاندې غزه کې د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې تر ۹۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

اسرائیل ته د رسیدو سره سم ښاغلي بلینکن د اسرائیل له ولسمشر اسحاق هرزوګ او ددې هیواد له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره جلا جلا لیدنې وکړې.
بلینکن، چې د جګړې له پیل راهیسې منځني ختیځ ته دویم ځل سفر کړی، له اسرائیل وغوښتل چې په جګړه کې د ملکي وګړو ساتنه وکړي او "د هغو کسانو سره مرستې وکړي چې ورته سخته اړتیا لري".

اسرائیل ته د رسیدو دمخه، بلینکن ویلي وو چې هغه به د اسرائیل څخه د "کوټلو ګامونو" غوښتنه وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې فلسطیني ملکي وګړو ته زیان راکم شي.

بلینکن اسرائیل ته له تګ مخکې خبریالانو ته وویل: "موږ به د هغو کوټلو ګامونو په اړه خبرې وکړو چې په غزه کې د نارینو، ښځو او ماشومانو ته د زیانونو د کمولو لپاره باید ترسره شي." هغه زیاته کړه " دا هغه څه دي چې متحده ایالات ورته ژمن دي."

بلینکن وویل: "کله چې زه یو فلسطینی ماشوم وګورم -- یو هلک او یوه نجلۍ -- چې د یوې نړېدلې ودانۍ له کنډوالو را ایستل کیږي، نو کلمې مې دومره درد وکړي لکه په اسرائیل یا بل هر ځای کې چې ماشوم وینم."

"نو دا هغه څه دي چې موږ یې د ځواب ویلو مسؤلیت لرو، او موږ به یې وکړو."

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په غزه کې د کمپاین لپاره له اسرائیل سره د بشپړ ملاتړ او نظامي مرستې ژمنه کړې، خو په یو څرګند بدلون کې یې د فلسطینیانو له کړاوونو سره د خواخوږۍ غږ هم کړی؛ کومو کړاونو چې د نړۍ په مختلفو برخو کې یې غصه راپارولې ده.

بایډن د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتي کمپاین یوې غونډې ته وویل: "زه فکر کوم چې موږ وقفې ته اړتیا لرو."

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وروسته خبریالانو ته ددې ډول وقفې مفهوم روښانه کړ، هغه وویل: "بشري وقفه... لنډمهاله، سیمه ییزه او متمرکزه وقفه، په یو ځانګړي هدف یا اهدافو باندې متمرکزه وقفه، د بشري مرستو او د خلکو د وتلو لپاره."

خو د اسرائیل صدراعظم بنيامين نتنياهو خبرداری ورکړی، چې تر هغه وخته به اوربند ونه شي، چې حماس ټول ٢٤١ اسرائيلي او بهرني يرغمل نه وي خوشې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG