د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل وايي د غزې ښار یې په بشپړ ډول محاصره کړی


اسرائیل په غزې باندې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي
اسرائیل په غزې باندې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي

د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ نومبر دویمه (لړم۱۱) وویل چې ځواکونو یې د حماس تر ټولو غښتلی مرکز د غزې ښار په بشپړ ډول محاصره کړی دی.

په همدې حال کې د حماس پوځي څانګې عز الدین القسام خبرداری ورکړی چې د اسرائیل یرغلګر عسکر به «په تورو کڅوړو کې بېرته» خپلو کورونو ته انتقال شي. د حماس د پوځي څانګې ویاند ابو عبیده وویل: «غزه به د اسرائیل لپاره د تاریخ لعنت وي.»

حماس له هغه وروسته دا خبرداری ورکړ چې د اسرائيل د پوځ ویاند دانیال هګاري وویل له څو ورځو پراخو ځمکنیو عملیاتو وروسته د اسرائیل پوځ د غزې ښار محاصره کړ.

هغه خبریالانو ته وویل: «د اسرائیل عسکرو د حماس د ترهګر سازمان مرکز د غزې ښار محاصره بشپړه کړه.» هغه زیاته کړه چې «د اوس لپاره په هېڅ ډول د اوربند خبره» مطرحه نه ده.

تېره ورځ ایران او ترکیې د دغې جګړې د ختمېدو لپاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د غونډې جوړولو خبر ورکړ.

د فرانس پرس اژانس په راپور کې ویل شوي چې د حماس-اسرائیل د جګړې د پراخېدو له اندېښنو سره سره د اسرائیل او حزب الله ډلې جنګیالیو د ډزو تبادله کړې، له لبنان څخه د اسرائیل په شمالي ښار باندې ځینې راکټونه توغول شوي.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته په سفر وتلی. هغه وویل چې د اسرائیل-حماس د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره به کار وکړي.

بلینکن زیاته کړه: «موږ د ځینو اقداماتو په اړه چې یې کوو ډېر واضح او د تاوتریخوالي د هر ډول زیاتوالي د مخنیوي په اړه هوډمن یو.»

بل لوري ته په سلګونه هغه بهرني اتباع او د نورو هېوادونو تابعیت لرونکي، چې په غزې کې اېسار وو، مصر ته وتلي دي. مصر وايي چې د رفح سرحد له لارې یې د ۷۰۰۰ بهرنیانو په اېستلو کې مرسته کړې ده.

د مصر د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې ۲۱ فلسطینیان او د ۷۲ ماشومانو په ګډون ۳۴۴ بهرني زخمیان هغه هېواد ته انتقال شوي دي.

د سلما په نوم یوې ۱۴ کلنې نجلۍ،‌ چې د امریکا تابعیت لري، فرانس پرس ته وویل: «هلته نه اوبه وې، نه خواړه، نه ګاز او نه داسې کوم ځای چې سر په کې پټ کړي. خلک د خوب لپاره روغتونونو ته ځي، ډېر خلک شهیدان شوي،‌ انټرنټ نشته، مخابرات نشته او برېښنا هم نشته. زموږ کور بمبار شو... موږ رفح ته راغلو.» په غزې کې شاوخوا ۲.۴ میلیون خلک ژوند کوي.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائیل باندې بریدونه وکړل،‌ چې د اسرائیل د مقاماتو په وینا ۱۴۰۰ تنه په کې وژل شوي‌ ۲۳۹ نور یرغمل نیول شوی دي. فلسطیني چارواکي وایي چې تر دې دمه د اسرائیل په بریدونو کې شاوخوا ۸۸۰۰ کسان وژل شوي، چې څه باندې ۳۶۰۰ یې ماشومان دي. همدغه راز مقامات وايي‌ چې څه باندې ۲۲ زره نور خلک ژوبل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG