د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: امریکا غواړي بیا په لیبیا کې دپلوماتیک حضور ولري


انتوني بلینکن
انتوني بلینکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن چهارشنبه مارچ ۲۲ (وري دویمه) وویل چې په لیبیا کې د دپلوماتیک حضور د بیا تاسیس لپاره عملا کار کوي، خو دقیقه نېټه یې ونه ښوده چې کله به یې پیلوي.

بلینکن د سنا د تخصیص د فرعي کمېټې په یوې استماعیې غونډې کې وویل: «زه تاسو ته مشخص وخت نه شم ښودلای خو وایم چې دا یوه مسئله ده موږ پرې عملا کار کوو. زه غواړم چې وګورو بیا په لیبیا کې خپل حضور تاسیس کړو.» هغه په اړه اړه نور جزیات ورنکړل.

په همدې حال کې د منځني ختیځ او شمالي امریکا لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله باربرا لیف په یو دپلوماتیک سفر منځني ختيځ ته تللې ده چې د اردن، مصر، لبنان او تونس په ګډون به لیبیا ته هم ځي.

رویټرز اژانس وايي چې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې باربرا لیف به په لیبیا کې «له لوړ پوړیو چارواکو سره وګوري او « په ۲۰۲۳ کې د ټاکنو په اړه د یوې اجماع د رامنځ ته کېدو لپاره د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د روانو هڅو په هکله د امریکا په همکارۍ ټېنګار» وکړي.

انتوني بلینکن په دې اړه وویل چې د ملګرو ملتونو د استازي د هلو ځلو په نتیجه کې شاید «او زه ټېنګار کوم چې شاید د انتخاباتو په ګډون د لیبیا د غوره وړاندې تګ لپاره یوه لاره وي او زموږ دپلوماتان په دې کې ډېر دخېل» دي.

په لیبیا کې په ۲۰۲۱ کې د واکمنانو او د دغه هېواد په ختیځ کې د موجوده پارلمان ترمنځ د اختلافاتو له کبله پلان شوي انتخابات لغوه شول.

په لیبیا کې په ۲۰۱۱ کې د ناټو له ملاتړ په برخمن پاڅون کې د معمر القذافي رژیم نسکور شو او بیا په ۲۰۱۴ کې د لیبیا په ختیځ او لویدیځ کې رقېبې ډلې په خپلو کې سره ونښتي. واشنګټن د قذافي د رژیم له نسکورېدو وروسته هلته خپل دپلوماتیک ماموریت بند کړی دی.

دا مهال لیبیا لپاره د امریکا ځانګړی استازی ریچارد نورلاند په ګاونډي تونس کې فعالیت کوي او کله ناکله لیبیا ته عن سفر کوي. په ۲۰۱۲ کال کې د لیبیا په بنغازي کې د امریکا په کونسلګرۍ برید وشو چې د هغه وخت د سفیر کریس سټیوینز په ګډون څلور امریکایان په کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG