د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د لیبیا په اړه کنفرانس کې د ګډون لپاره اروپا ته ځي 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به نن سه شنبه اروپا ته روانیږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به نن سه شنبه اروپا ته روانیږي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به نن سه شنبه اروپا ته ځي چې د لیبیا په اړه کنفرانس کې برخه واخلي.

نوموړی به د خپل جرمني سیال سره د «هولوکاست» څخه د انکار او د یهودانو سره د دښمنۍ د مخنیوي د مبارزې په لارو چارو خبرې وکړي.

د امریکا متحده ایالتونه او جرمني به په برلین کې سبا د چهارشنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ۱) د لیبیا په اړه د کنفرانس ګډه مشري کوي او په لیبیا کې به د جګړې د بندولو په هلو ځلو او د یو با ثباته حکومت د حمایت په اړه خبرې وکړي.

د لیبیا لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانکړي استازي ریچارډ نورلنډ وویل دا خبرې به د ډسمبر په میاشت کې د انتخاباتو په اړه روانې هلې ځلې چټکې کړي چې ژر اقدامات وشي.‌

نوموړي‌ وویل په کنفرانس کې به په دې هم ټېنګار وشي چې بهرني جنګیالي باید له لیبیا څخه ووځي.

په لیبیا کې په ۲۰۱۱ کې د معمر القذافي په ضد د ناټو له ملاتړ د برخمن پاڅون راهېسې نا ارامي روانه ده. معمر القذافي په هماغه پاڅون کې ووژل شو. هلته مخالفو ډلو د څو کلونو لپاره جلا-جلا حکومتونه وکړل خو تېرکال د اکتوبر په میاشت کې د دوی ترمنځ اوربند وشو.

ښاغلي نورلانډ وویل چې بهرني جنګیالي لا له لیبیا څخه نه دي وتلي او باید انتظار ونشي چې هغوی دې له انتخاباتو وروسته ووځي.

هغه وویل: «د انتخاباتو یو دلیل دا دی چې په لیبیا کې به یو قوي، با اعتباره او قانوني حکومت وکولی شي بهرنیو لوبغاړو ته ووايي چې اوس یې وخت دی او تاسو باید خپل ځواکونه وباسئ.»

نوموړي وویل چې د برلین د کنفرانس ګډونوال به په لیبیا کې« د وسله والو او ترهګرو ډلو» له لوري د وروستیو ناامنیو په اړه هم خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي همدغه راز د «هولوکاسټ» څخه د انکار او یهودانو سره د دښمنۍ د مخنیوي په لارو چارو خبرې هم ضروري‌ ګڼي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به په روم کې هم د ایټالیا د بهرنیو چارو له وزیر «لویجي دي مایو» سره په یو کنفرانس کې هم برخه اخلي او د داعش ډلې په ماتولو به متمرکز وي. همدغه راز په دغه کنفرانس کې به په سوریه کې د بشري حقونو د مرستو په اړه هم خبرې کیږي.

ښاغلی بلینکن به د فرانسې له ولسمشر امانیول مایکرون سره هم ویني.

د اروپا او اروپا-اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو سرپرست مرستیال فلیپ رییکر وویل: «دا د بهرنیو چارو وزیر لپاره یو فرصت دی چې زموږ له پخوانیو ملګرو سره په خبرو کې د ولسمشر پیغام بیا تکرار کړي‌ او د نړیوال امنیت، کرونا ویروس وبا سره د مبارزې او زموږ د ایتلاف د بیا رغولو او نوي کولو کې په ګډون د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.»

ښاغلی بلینکن به واتیکان ته هم سفر کوي چې په اجنډا کې یې د اقلیم بدلون سره مبارزه او انساني‌ قاچاقو په ضد مسایل شامل دي.

XS
SM
MD
LG