د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا فضا کې د چینايي جاسوسي بالون د الوتنې له امله بیجینګ ته د بلینکن سفر وځنډول شو


د متحده ایالاتو یو مقام د جمعې په ورځ فبرورۍ دریمه (سلواغې ۱۴) وویل چې بیجینګ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سفر د امریکا په فضايي حریم کې د چینایي جاسوسي بالون د تېرېدو له امله وځنډول شو.

ټاکل شوې وه چې بلینکن د روانې اونۍ په پای کې د چین پلازمېنې بیجینګ ته سفر وکړي.

له دې څخه یوه ورځ مخکې، د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ، د فبرورۍ په دوهمه وویل چې د چین د جاسوسۍ بالون تعقیبوي چې په لوړه ارتفاع د متحده ایالاتو پر سر ځای پر ځای شوی او داسې ښکاري چې حساس اټومي مرکزونه څاري.

د امریکا یو جګپوړي دفاعي چارواکي خبریالانو ته وویل، چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن، د دفاع وزیر لویډ آسټن او د امریکا د جګپوړو پوځي چارواکو په غوښتنه ددې بالون په نښه کولو غور وشو، خو وروسته وویل شول چې پر ځمکه د بالون غورځیدل به زیات شمېر خلک له خطر سره مخامخ کړي.

دغه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دغه بالون د امریکا په شمال لوېدیځ کې د الوتنې په حال کې دی؛ چیرته چې حساسې هوایي اډې او د ځمکې لاندې د سټراټیژیکو توغندیو ډیپوګان شتون لري.

خو بیا هم پنټاګون په دې باور دی چې دا بالون یو جدي استخباراتي ګواښ نه دی، ځکه چې دا د استخباراتو په راټولولو کې لږ اهمیت لري.

د دغه امریکايي چارواکي د معلوماتو له مخې، دغه بالون څو ورځې وړاندې د امریکا هوايي حریم ته داخل شو او امریکايي استخباراتو له دې مخکې دغه بالون څاره.

امریکايي جنګي جت الوتکې پداسې حال کې د مونټانا ایالت پر سر د بالون د ارزونې لپاره والوتلې چې ددې بالون پر وړاندې د اقداماتو په اړوند د ولسمشر بایډن د غوښتنېئ وروسته د دفاع وزیر لویډ آسټین د دفاع وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړې.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پت ریډر تائید کړه چې چینايي بالون لا هم د امریکا په فضا کې تر څارنې لاندې دی.

ریډر زیاته کړه چې بالون اوس مهال د هوایی ترافیک په پرتله په لوړه ارتفاع کې الوتنه کوي او په ځمکه کې خلکو ته کوم نظامي یا فزیکي ګواښ نه پېښوي.

چین په تیرو وختونو کې هم امریکا ته خپل جاسوسي بالونونه استولي وو. خو یو امریکايي چارواکي وویل چې دا ځل د چین بالون د امریکا په فضا کې د ډېر وخت لپاره پاتې شو.

له یو څه ځنډ وروسته بیجینګ ددې "هوایی کښتۍ" ملکیت ومانه او ویې ویل چې دې بالون د بادونو له امله لاره بدله کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ته منسوب بیان کې ویل شوي: "هوایی کښتۍ د چین ده. دا یوه ملکي هوایي بیړي (بالون) ده چې د څیړنې لپاره کارول کیږي، په ځانګړي توګه د هوا پیژندنې، اهدافو لپاره."

بیان زیاته کړې چې: "چینايي لوري د امریکا فضايي حریم ته د هوایي بیړۍ د ننوتلو په اړه متاسف دی" او وایي چې دا کار د بشر له کنترول نه د وتلي ځواک په وجه رامنځته شوی دی.

دا هم وایي چې چين به د امريکا له لوري سره خپلو اړيکو ته دوام ورکړي او دغه غير متوقع حالت به په سمه توګه سمبال کړي.

XS
SM
MD
LG