د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او چین د ماليې وزیران: «رقابت باید په جګړې بدل نشي»


د چین او امریکا د بهرنیو چارو وزیران
د چین او امریکا د بهرنیو چارو وزیران

د امریکا د متحده ایالتونو او چین ترمنځ د اړیکو د ښه کولو د هڅو په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې جنیت یلن له خپل چینايي سیال لیو هي سره ولیدل او ژمنه یې وکړه چې د اختلافاتو د کابو کولو « او په جګړې د رقابت د بدلېدو» د مخنیوي لپاره به هلې ځلې کوي.

د امریکا د مالیې وزیر په خپلې اعلامیې کې ویلي دي چې دواړو خواو د اقلیم بدلون سره د مبارزې او د مالي تامین په برخو کې د نورو همکاریو ژمنه وکړه او د پاکې انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره د مخ په ودو هېوادونو د هڅو ننګه کوي.

په اعلامیې کې راغلي دي چې مېرمن یلن به چین ته هم سفر کوي او همدغه راز له خپل چینايي سیال څخه هم هیله لري چې واشنګټن ته سفر وکړي.

د چین د مالیې وزیر لیو هي له امریکا سره د همکاریو د چمتوالي په اړه وویل: «پرته له دې چې وګورو شرایط څنګه بدلېږي، موږ باید تل خبرې اترې او د نظرونو تبادله روان وساتو.»

دا د امریکا او چین د ولسمشرانو له ملاقات وروسته اول ځل دی چې د دواړو هېوادونو دغه وزیران مخامخ ملاقات کوي.

جوبایډن له خپل چینايي سیال شي جینپینګ سره تېرکال د نومبر په ۱۴ نېټه په اندونیزیا کې د ۲۰ سترو اقتصادونو د مشرانو په غونډه کې ولیدل.

ولسمشر بایډن له دغه ملاقات وروسته خبري کنفرانس کې وویل چې د امریکا او چین ترمنځ «شدید رقابت» کې امریکايي لوری د جګړې طرفدار نه دی. هغه وویل: «زه بیخي باور لرم چې له چین سره سړې جګړې ته ضرورت نشته.»

دواړو مشرانو موافقه وکړه چې لوړ پوړو مقاماتو ته به صلاحیت ورکړي چې د اقلیم بدلون، نړیوال مالي مسائیل، روغتیا او نورو اړوندو مسائیلو په اړه همکاري وکړي.

د امریکا د مالیې وزیرې د خبریالانو په مخکې خپل چینايي سیال لیو ته وویل: «په داسې حال کې چې موږ د ځینو مسائیلو په اړه د نظر اختلاف لرو، باید سوء تفاهمات او په خاص ډول چې د کمو ارتباطاتو له کبله پیدا کېږي، بې دلیله دوه اړخیزې اقتصادي او مالي اړیکې زیانمنې نکړي،»

هغې وویل چې دواړه هېوادونه «مسئولیت لري چې خپل اختلافات حل کړي او پرېنږدي چې رقابت دې ان جګړې ته نژدې مسئلې ته هم ورسېږي.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او چین اقتصادونه د سوداګرۍ، تکنالوژۍ او په ځینو نورو مسائیلو کې له مختلفو او پیچلیو ننګونو سره مخامخ دي.

د اتلانتیک شورا د جیو-ایکانومیک د برخې مسئول جاش لیپسکي وویل: «د یوې ناسمې تګلارې یا د مثبتونو په بدلولو سره به موږ په ۲۰۲۳ کې د نړۍ د اقتصاد د ځوړ شاهدان واوسو. دواړه هېوادونه د دغې سناریو په مخنیوي کې خپلې مشترکې ګټي لري.»

نړیوال بانک تېره اونۍ راپور ورکړ چې د نړۍ اقتصاد به په خطرناک ډول سقوط ته نژدې شي چې د امریکا په کډون به د نړۍ د ټولو اقتصادونو د کمې ودې لامل شي. په راپور کې راغلي دي چې کم عاید لرونکي اقتصادونه به د زبرځواک اقتصادونو د ځوړ له کبله وکړېږي.

XS
SM
MD
LG