د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن لولا ته: له نازیانو سره په حماس د اسرائیل د بریدونو مقایسه ردوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د برازیل له ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا داسیلوا
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د برازیل له ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا داسیلوا

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ فبروري ۲۱ (حوت دویمه) د برازیل له ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا داسیلوا سره ولیدل او د غزې د جګړې د ختمېدو په اړه یې د امریکا په هڅو خبر کړ.

یو امریکايي مقام، چې په دغه ملاقات خبر دی، وايي بلینکن هغه ته دا خبره هم وکړه چې واشنګټن یې له هغې ارزونې سره موافق نه دی چې په غزې کې د اسرائيل د جګړې هڅې په دویمې نړیوالې جګړې کې د نازیانو له نسل وژنې سره پرتله کوي.

نوموړي وویل چې دواړو مشرانو «سپینې خبرې» وکړې، خو دا یې ونه ویل چې د برازیل ولسمشر بلینکن ته په ځواب کې څه ویلي دي.

هغه وویل چې بلینکن لولا ته «یوازې د غزې د جګړې د ختمېدو په اړه نه، بلکې په ټولې سیمې کې» د امریکا د هڅو په اړه معلومات ورکړل او «ولسمشر د متحدو ایالتونو دا هڅې وستایلې».

دغه امریکايي چارواکي وویل چې په دغه ملاقات کې د امنیت په شورا کې د امریکا په هغه دریځ خبرې ونه شوې، چې په غزې کې یې د سمدستې اوربند په اړه یې د امنیت شورا پرېکړه لیک ویتو کړ. الجزایر دا وړاندیز کړی و. حماس ویلي دي چې دا اقدام «اسرائيل ته یو شین څراغ دی چې نوره عامه وژنه هم» وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي هغوی د غزې شخړې د «دوامداره حل» لپاره کار کوي.

د برازیل ولسمشر لولا تېره اوونۍ منځني ختیځ ته تللی و او له دغه سفر وروسته یې د غزې جګړه له هالوکاست سره تړلې وبلله، دا څرګندونې همدغه راز په ریو دی جنیرو کې د جي-۲۰ اقتصادي ګروپ له غونډې مخکې شوې. برازیل په دوره یي شکل د دغه ډلې مشري کوي.

اسرائيل واسي تر څو پورې چې لولا خپله خبره بېرته وانخلي، هرکلی به ورته ونه ویل شي. امریکایي چارواکي وايي بلینکن لولا ته ویلي دي چې امریکا د جي-۲۰ په غونډې کې له لوږې سره د مبارزې، د نړیوال اقلیم د حفاظت او د نړیوالې حکومتدارۍ په برخو کې د برازیل د اجنډا ملا تړي. برازیل په دوره يي شکل د جي-۲۰ مشري کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG