د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د حماس او اسرائیل ترمنځ د موقت اوربند غوښتنه وکړه


په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیره لینډا توماس ګرینفلډ
په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیره لینډا توماس ګرینفلډ

متحدو ایالتونو د امنیت شورا ته یو پرېکړه لیک وړاندې کړی، د حماس او اسرائيل ترمنځ یې د موقت اوربند غوښتنه کړې او په رفح کې یې د اسرائیل د عملیاتو مخالفت کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس وایي دا پرېکړه لیک یې لیدلی او په کې هغه خبرې راغلي دي چې ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له صدراعظم سره کړې وې. بایډن ویلي دي چې د امنیت شورا باید په غزه کې ژر د موقت اوربند په اړه خپل حمایت څرګند کړي.

په دغې مسودې کې ویل شوي دي چې باید له حماس سره ټول یرغمل شوي کسان خوشې شي او غزې ته د بشري مرستو د استولو په مخکې ټول خنډونه لېرې شي. د سپینې ماڼۍ یو مقام، چې نه غواړي نوم یې ذکر شي، ویلي دي چې واشنګټن نه غواړي چې په بېړې سره دا مسوده رایه اچوونې ته وړاندې کړي او غواړي د مذاکرې لپاره یو فرصت برابر شي.

د امنیت په شورا کې د یوې مسوده تصویب نهو مثبتو رایو ته ضرورت لري، خو شرط دا دی چې د امنیت شورا دایمي‌ غړي، امریکا، فرانسه، بریتانیا، روسیه او چین، یې مخالفت ونه کړي او ویتو یې نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیرې لینډا توماس ګرینفلډ ویلي متحده ایالتونه به په غزه کې د سمدستي اوربند په هکله د الجزایر هغه پلان ویټو کړي چې احتمال لري پدې اونۍ کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شي.

ګرینفیلډ د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالات له میاشتو راهیسې د غزې شخړې د «دوامداره حل» لپاره کار کوي چې لږترلږه د شپږو اونیو لپاره به غزې ته سمدستي او دوامداره ارامي راولي، چې بیا موږ کولی شو د یوې تلپاتې سولې راوستو ته وخت پیدا او ګامونه واخلو.

هغې وویل هغه پلان چې متحده ایالات د اسرائیل، مصر او نورو په مرسته پرې کار کوي او «د خپلو کورنیو سره د ټولو یرغمل شويو کسانو د یوځای کیدو لپاره ترټولو غوره فرصت دی او په جګړه کې اوږدمهاله وقفه رامنځته کوي چې دا به د ژوند ژغورلو لپاره زیاتو خوراکي توکو، اوبو، تیلو، درملو او سونګ موادو او نورو اړینو توکيو لیږدولو ته اجازه ورکړي چې د فلسطیني ملکي وګړو ته ورسیږي، چې ورته سخته اړتیا لري.»

د نړیوالو د مخالفتونو او فشارونو سره سره د اسرائيل صدراعظم ویلي دي چې په رفح باندې به عملیات کوي. د امریکا په دغې مسودې کې راغلي دي چې د اسرائیل دا اقدام به د سیمې د امنیت او سولې لپاره عواقب ولري.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د اسرائیل پوځي عملیات به ولسي خلکو ته زیان ورسوی. واشنګټن تر دې دمه د اسرائيل په اړه د ملګرو ملتونو د هر اقدام مخالفت کړی او تر دې دمه یې د امنیت شورا دوه پرېکړه لیکونه ویتو کړي‌ دي.

د تېرکال د اکتوبر د اوومې نېټې څخه راپدیخوا دا دویم ځل دی چې امریکا دا ډول وړاندیز کوي. د امریکا لومړی وړاندیز د روسیې او چین له لوري رد شوی و.

په پرېکړه لیک کې همدغه راز د اسرائیل د ځینو وزیرانو هغه وړاندیز غندل شوی دی چې له ښار مېشتو اسرائيلیانو څخه یې غوښتي دي‌ چې غزې ته وکوچېږي. د کړکیچ نړیوال سازمان مشر ریچارد ګان ویلي دي چې د امریکا د مسودې په اړه اندېښنه لري.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي لا په دې اړه څه نه دي ویلي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG