د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ جون اول (غبرګولي ۱۱) د کوزوو او صربستان له مشرانو وغوښتل چې تاوتریخوالی راکم کړي او خبرداری یې ورکړ چې دوی په اروپایي ټولنه کې د ادغام هیلې له خطر سره مخ کوي.
بلینکن د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د ناټو په غونډه کې خبریالانو ته وویل، "موږ د کوزوو او صربستان پر حکومتونو غږ کوو چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي."
ښاغلي بلینکن وویل: "موږ د کوزوو او صربستان لپاره په یورو-اتلانټیک کې د ادغام د پروسې ملاتړ کوو. خو اوسنۍ تاوتریخوالی د دې پرځای چې په دې لور حرکت وکړي د هڅو مخه نیسي."
متحده ایالاتو چې د اوږدې مودې راهیسې د کوزوو ملاتړ کوي، وروسته له هغه یې پرې نیوکه وکړه چې په شمالي اکثریت صرب میشته سیمو کې په محلي ټاکنو کې د صربي رای ورکونکو د ډډې کولو وروسته ددې هیواد صدراعظم البین کورتي توکمیز البانیایان د ښاروالانو په توګه وټاکل.
ښاغلي بلینکن وویل: "د ځینو وروستیو اقداماتو په اړه زموږ اندیښنې خورا روښانه دي. موږ دا [اندیښنې] په مستقیم ډول د صدراعظم کورتي په ګډون مشرانو ته په ډاګه کړي دي."
بلینکن وروسته له هغه چې صربستان خپل پوځ تیارسۍ کړ، دواړو خواو ته یې د "یو اړخیزو اقداماتو" په وړاندې خبرداری ورکړ.
هغه وویل چې په اروپا کې د دوی راتلونکې ادغام به "د دواړو هیوادونو د خلکو هیلې پوره کړي."
ښاغلي بلینکن زیاته کړه چې که چیرې کوم یو هیواد داسې کوم اقدام وکړي نو دا به واقعیا د دوی د خلکو د ګټو پر ضد وي.
له بلې خوا صربان د پنجشنبې په ورځ د کوزوو په هغه ښارګوټي کې راټول شوي وو چې د روانې اونۍ په پیل کې په کوزوو کې د ناټو تر مشرۍ لاندې سوله ساتو سرتیرو سره د نښتو مرکز و. پدې ترڅ کې د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره پر دواړو لورو باندې نړیوال فشار مخ په زیاتیدو دی.