د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د غزې په جګړې کې د ملکیانو خوندیتوب باید د اسرائیل 'لومړۍ دنده وي'


ښاغلي بلینکن چې د نړیوالو شریکانو سره په مجازي توګه تر غونډې وروسته یې خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې د ملکیانو خوندیتوب او خلکو ته د اړتیا وړ مرستو رسیدل باید د اسرائیل لپاره لومړیتوب ولري.
ښاغلي بلینکن چې د نړیوالو شریکانو سره په مجازي توګه تر غونډې وروسته یې خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې د ملکیانو خوندیتوب او خلکو ته د اړتیا وړ مرستو رسیدل باید د اسرائیل لپاره لومړیتوب ولري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن چهارشنبه مارچ ۱۳ (کب ۲۳) وویل چې په غزې کې د حماس پر ضد جګړې کې باید اسرائیل د ملکیانو ښیګڼه خپل "لومړنی مسؤلیت" وبولي.

ښاغلي بلینکن چې د نړیوالو شریکانو سره په مجازي توګه تر غونډې وروسته یې خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې د ملکیانو خوندیتوب او خلکو ته د اړتیا وړ مرستو رسیدل باید د اسرائیل لپاره لومړیتوب ولري.

د متحده ایالاتو تر ټولو جګپوړي ډپلومات زیاته کړه چې د ملکیانو خوندیتوب باید د اسرائیل لپاره لومړی کار وي، "آن پداسې حال کې چې هغوي د خپل هیواد دفاع لپاره لازم اقدامات کوي او د حماس لخوا د متوجه ګواښ چاره کوي."

د بهرنیو چارو وزیر پدې مجازې غونډې کې د قبرس، بریتانیې، عربي متحده اماراتو، قطر، اروپایي اتحادیې د وزیرانو او د ملګرو ملتونو د استازو سره غزې ته د نوي سمندري دهلیز په هکله خبرې وکړلې.

بلینکن وویل چې د دې دهلیز په جوړیدو سره به په غزې کې خلکو ته هره ورځ تر دوه میلیون پورې خوارکي مواد وویشل شي، خوراکي مواد او نور اړین بشري مواد به هم د همدې دهلیز له لارې غزې ته ورسول شي چې سخته اړتیا ده ورته.

د حماس تر واک لاندۍ د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې له پنځو میاشتو جګړو او محاصرې وروسته د خوراکي توکو سخت کمښت او د خوارځواکۍ له امله ۲۷ کسان مړه شوي دي، چې ډیری یې ماشومان دي.

همدارنګه وروسته له هغه چې مرستندویه ادارو خبرداری ورکړ چې د غزې تړانګې ته د ګوتو په شمېر د مرستندویه لاریو پريښودل او د هوا له لارې د خوراکي توکو غورځول په غزه کې د خلکو اړتیاوي نشي پوره کولای، اروپایي هیوادونو او د امریکا متحدو ایالتونو د سمندر له لارې د بشري مرستو د رسولو خبر ورکړ.

پدې لړ کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د مارچ اوومه (کب ۱۷) وویل، چې د متحده ایالاتو پوځ به د غزې په ساحل کې یو موقتي بندر پرانیزي ترڅو غزې ته د اړتیا وړ بیړنۍ مرستې ورسوي.

ولسمشر بایډن د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله وینا کې وویل: "زه د متحده ایالاتو پوځ ته لارښوونه کوم چې په مدیترانه کې د غزې په سواحلو کې د یو موقتي بندر د پرانیستلو د چارو مشري وکړي ترڅو له دې لارې په زیاته اندازه خوراکي توکي، اوبه درمل او موقتي سرپناوې ولیږدول شي."

بایډن وویل چې که څه هم امریکايي ځواکونه به ددغو بشري عملیاتو مسئولیت په غاړه ولري، خو غزې ته ددغو ځواکونو داخلېدو ته به اړتیا نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پداسې مهال د سمندري دهلیز په هکله دا غونډه رابللې وه چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې وویل چې اسرائیلي ځواکونو د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې د خوراکي موادو د ویش یو مرکز ویشتی او د دې ادارې یو مامور پکې وژل شویدی.

ښاغلي بلینکن خبریالانو ته وویل چې دا ډول پیښي څرګندوي چې د بشري مرستو کار کوونکو ته د زیان نه رسیدو په خاطر باید یو غوره او ثابت پلان موجود وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG