د لاس رسي وړ اتصالات

جوزف بوریل: په غزه کې د لوږې څخه د 'وسلې' په توګه کار اخیستل کیږي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

وروسته له هغې چې د اروپايي ټولنې یو جګپوړي ډپلوماټ وویل چې د غزې په تړانګه کې لوږه "د جګړې په وسیلې" بدله شوې ده، مرستندویه هیوادونو او خیریه ټولنو د چهار شنبې په ورځ، مارچ ۱۳ (کب ۲۳مه) د ځمکې، هوا او سمندر له لارې دغه جګړه ځپلې سیمې ته د خوراکي توکو د رسولو لپاره هلې ځلې پیل کړې.

د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د تیرکال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې روانه جګړه، نه یوازې د لسګونو زرړ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوې، بلکې په غزه کې یې پراخه ویجاړۍ رامنځته کړې او همدارنګه ددغه سیمې ۲.۴ میلیونه وګړي یې د لوږۍ له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشر، جوزف بورېل، د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې په غزه کې بشري ناورین "د انسان په لاس رامنځته شوی ناورین" دی.

هغه دې ټکې ته په اشارې سره چې په روانه جګړه کې "لوږه د جګړې د وسیلې" په توګه کارول کیږي، وویل: "د مرستو رسولو د بدیلو لارو لټولو لپاره هڅې له دې امله دوام لري،‌ چې اسرائیل د غزې اوسیدونکو ته د ځمکې له لارې د مرستو رسولو د بهیر مخه نیولې ده."

د اروپايي ټولنې دغه جګپوړي ډپلوماټ پداسې حال کې دا خبرداری ورکوی، چې د جګړه ځپلو فلسطینیانو لپاره د بشردوستانه مرستو لومړۍ کښتۍ د سه شنبې په ورځ له قبرس څخه د غزې پر لوري روانه شوه.

د 'پراخې غیږې' په نامه د یوې هسپانوي خیریه موسسې چارواکو وویل، چې دغه کښتۍ له ۲۰۰ ټنه خوراکي توکو او نورو مرستندویه توکو سره د سه شنبې په سهار د قبرس له لارناکا بندر څخه وخوځېده. دا لومړی ځل دی چې غزې ته د اوبو له لارې مرستې استول کېږي.

غزې ته د سمندر له لارې د مرستو دغه لړۍ پداسې حال کې پیلیږي، چې پدې وروستیو کې د مصر څخه د غزې تړانګې جګړې ځپلو خلکو ته د ځمکې له لارې د مرستو رسولو بهیر د اسرائیل لخوا په مرستندویه توکو بار لاریو د پلټنې او پر لارې د دغو مرستندویه توکو د چور او تالا له امله ټکنی شوی دی.

بلخوا د خوړو نړیوال سازمان (ډبلیو ایف پي) ویلي د غزې په شمالي برخه کې یې ۲۵ زره کسانو ته خوراکي‌ توکې رسولي دي. د ملګرو ملتونو دغه سازمان همدارنګه غوښتنه کړې چې "د غزې په شمالي برخه کې چې خلک د لوږې په درشل کې دي، هره ورځ مرستو ته اړتیا لري‌ چې دغو خلکو ته یې ورسوي.

سمندري دهلیز

د حماس تر واک لاندۍ د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې له پنځو میاشتو جګړو او محاصرې وروسته د خوراکي توکو سخت کمښت د خوارځواکۍ له امله ۲۷ کسان مړه شوي دي، چې ډیری یې ماشومان دي.

همدارنګه وروسته له هغه چې مرستندویه ادارو خبرداری ورکړ چې د غزې تړانګې ته د ګوتو په شمېر د مرستندویه لاریو پريښودل او د هوا له لارې د خوراکي توکو غورځول په غزه کې د خلکو اړتیاوي نشي پوره کولای، اروپایي هیوادونو او د امریکا متحدو ایالتونو د سمندر له لارې د بشري مرستو د رسولو خبر ورکړ.

پدې لړ کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د مارچ اوومه (کب ۱۷) وویل، چې د متحده ایالاتو پوځ به د غزې په ساحل کې یو موقتي بندر پرانیزي ترڅو غزې ته د اړتیا وړ بیړنۍ مرستې ورسوي.

ولسمشر بایډن د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله وینا کې وویل: "زه د متحده ایالاتو پوځ ته لارښوونه کوم چې په مدیترانه کې د غزې په سواحلو کې د یو موقتي بندر د پرانیستلو د چارو مشري وکړي ترڅو له دې لارې په زیاته اندازه خوراکي توکي، اوبه درمل او موقتي سرپناوې ولیږدول شي."

بایډن وویل چې که څه هم امریکايي ځواکونه به ددغو بشري عملیاتو مسئولیت په غاړه ولري، خو غزې ته ددغو ځواکونو داخلېدو ته به اړتیا نه وي.

د ولسمشر بایډن ددغه وینا وروسته، د امریکا د پوځ څلور کښتۍ د شاوخوا ۱۰۰ سرتیرو او تجهیزات سره د سه شنبې په ورځ د ویرجینیا ایالت له یوې اډې څخه روانه شوه.

د امریکا د پوځ یو جګپوړی افسر برید جنرال براډ هینسن خبریالانو ته وویل، تمه کیږي چې مؤقتي بندر به "د ۶۰ ورځو " په ترڅ کې ګټې اخستلو ته چمتو شي.

د غزې جګړه ځپلو خلکو ته د سمندر له لارې د بشري مرستو رسولو لړۍ پداسې حال کې پیلیږي،‌ چې د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو له خوا پر اسرائیل د یو ناڅاپي برید له امله نږدې ۱۱۴۰ کسان ووژل شول چې اکثر یې ولسي وګړي وو. د اسرائیلي مقامات په وینا، د حماس جنګیالیو ددغه برید په ترڅ کې څه باندې ۲۴۰ تنه یرغمل نیولي دي..

بلخوا د حماس تر کنترول لاندې د غزې روغتیايي مقاماتو ویلي دي، چې د غزې پر تړانګې د اسرائیل د هوايي او ځمکنیو د بریدونود پیل راهیسې،‌ څه دپاسه ۳۱۲۷۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس او رويټرز خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG