د لاس رسي وړ اتصالات

بلاتز: کرزي زمونږ د عملیاتو بندیدل ندي غوښتي


Хамид Карзай
Хамид Карзай

په افغانستان کې د ایساف ویاند جوزف بلاتز وايي دوی خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي او دا راپورونه سم ندي چې وايي جمهور رییس کرزي له هغوی نه غوښتي چې خپل عملیات بند کړي.

جمهور رئیس حامد کرزی وړمه ورځ کونړ ته ولاړ او هلته یې هغه ماشومان ولیدل چې د ناټو د هوايي بریدونو په نتیجه کې زخمیان شوي دي.

رپوټ وايي جمهور رئیس کرزي د افغانستان په کلیو او بانډو کې د ناټو او امریکا د بریدونو د بندیدو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ناټو قواوې وايي افغانانو ته ددې هیواد د امنیت د مسولیت سپارنه یوازې تشې خبرې نه دي او ددې کار لپاره باید افغان امنیتي ځواکونه پوره پوره وړتیا او تیاری ولري.

خو له دې سره سره دوی وايي د انتقال پروسه به د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په معنی هم نه وي.

ناټو دا مني چې راتلونکی کال به په افغانستان کې د دوی لپاره خونړی کال وي او وايي ددې لپاره لاملونه شته دي.

په افغانستان کی د ایساف د ځواکونو ویاند چی په دی ورستیو کی د ناټو هیوادونو د دفاع د وزیرانو له غونډې نه چې په برسلز کی جوړه شوی وه بیرته افغانستان ته راغلی دی وايي په دی غونډې کې ورته د افغان دفاع وزیر له خوا د امنیتی مسولیت د اخیستنی په باب ښه زیری ورکړل شوی دی.

جوزف بلاتز وايي سره له دی چی د انتقال لړی لپاره لومړنی شرط د افغان ځواکونو په خپلو پښو دریدل او د هیواد نه خپلواکه ساتنه ده خو په دی غونډې کې د ناټو سر مشریزه په دې ټکي موافقې ته سره رسیدلي دي چې اوس افغان امنیتي ځواکونه ددی وړتیا لری چی د خپل هیواد نه خپلواکه ساتنه وکړی او دا پروسه به ډیر ژر د راتلونکی لمریز کال په لومړی ورځ پیلیږي.

ښاغلی بلاتز د انتقال په لړی کی د سیمو او خایونو د په ګوته کولو حق د افغانانو ګڼي او وايي د راتلونکي کال په لومړۍ ورخ به د افغان ولسمشر له خوا هغه سیمې په نښه شي چې بهرني ځواکونه ترې ووځي او افغان امنیتي او پولیس ځواکونه هلته ځای پر ځای شي.

ځینې راپورونه ښیي چې همدا اوس د افغانستان سرحدونو نه پورې غاړې ته مخالف ځواکونه پوره تیاری لري او یوازې دې ته ګوري چې کله به بهرنیان دا سیمې پریږدي چې هغوی ورننوځي.

د ناټو ویاند په دې هکله وايي دا سمه خبره ده مخالفین به هڅه کوي چې هغه سیمې چې یې له لاسه وتلي دي بیرته ونیسي. د مثال په توګه بلاتز په ۲۰۱۰ کال کې د خپلو ځواکونو بریاوی په ګوته کوي او وايي توانیدلي وو ډیرې ستراتیژیکې سیمې له مخالفو ځواکونو نه ونیسي بلاتز وايي موږ باید ځانونه تیر نه باسو هغوی به دا هڅې وکړي.

په افغانستان کې د جګړو پر مهال ملکي وګړو ته اوښتي تاوانونه هغه څه دي چې تل یې په اړه پر بهرنيو ځواکونو باندې نیوکې کیږي. او افغان ولسمشر هم له دې امله بهرنیانو ته سخت لفظی ګو‌زارونه ورکړي دي خو په پایله کې یو نیم وخت داسې شوي چې بهرنیان دې له دې آمله له افغانانو بخښنه وغواړي او یا دې تاواني شویو کسانو ته اوښتي مالي زیانونه جبران کړي خو د سر زیان هغه څه نه دی چې جبیره شي.

ښاغلی بلاتز وايي په جګړه کې ملکی تلفات د ډیرو کلونو راهیسی زموږ د ټولو لپاره د اندیښنې وړ خبره ده هم افغانانو ته، هم ښاغلي کرزي ته او هم موږ ته.

په وروستیو کې د کنړ ولایت د نهو ماشومانو وژنه یو غمجنه پیښه وه او موږ یې ملامتي منو خو ددې وژنو ډیره پړه پر مخالفو وسله والو هم ده.

د بلاتز په وینا په ۲۰۱۰ کې ۷۵ په سلو کې د ملکي کسانو وژنه د مخالفینو له لاسه شې ده خو بیا هم دا هغه څه دي چې موږ یې باید په اړه احتیاط وکړو.

بلاتز ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې ددې وړ پیښو نه د مخنیوي په خاطر به خپلو کړنلارو کې بدلون راولي او خپلو عسکرو نه به افغانستان ته د راتګ نه مخکې روزنه ورکوي.

د ناټو ویاند د افغانستان په نا امنیو کې د پاکستان رول مني او وايي دا یو حقیقت دی چې وسله وال او ترهګر همدا اوس په پاکستان کی امنی ځالې لري او دا هغه څه دي چې د پاکستان دولت یې هم مني.

د ناټو ویاند وايي بهرني ځواکونه لا هم په افغانستان کې د شپی له خوا عملیات د دښمن سره د مبارزی ښه او بریالی لار ګنی خو وايي د شپې له خوا عملیات د افغان ځواکونو سره په سلا کیږي نه په خپل سر.

XS
SM
MD
LG