د لاس رسي وړ اتصالات

د بي ام ډبلیو شرکت د سیریز ۸ قیمتي موټر جوړوي


A BMW Vision Future Luxury concept car is displayed during its world premiere ceremony at Auto China 2014 in Beijing April 20, 2014.
A BMW Vision Future Luxury concept car is displayed during its world premiere ceremony at Auto China 2014 in Beijing April 20, 2014.

د بي ام ډبلیو شرکت وايي په ۲۰۱۸ کال کې به د سیریز۸ ماډل موټرو جوړول پیل کړي. دغه شر کت په دې توګه غواړي د کوچنیو فامیلي یاکامپکټ موټرو د جوړولو پرځای د لوړ کیفیت لرونکو سپورتي موټرو جوړولو ته مخه کړي.

د بي ام ډبیلو د شرکت رئیس هرالډ کروګر خپلو سهامدارنو ته د پنجشنبې په ورځ په مونیخ کې د شرکت په کلنۍ غونډه کې وویل" د سیریز ۸ موټر به په راتلونکي کال کې معرفي شي". هغه زیاته کړه " مونږ د خپل تولید ټولې برخې نوې کوو او قوت او کلکوالی یې زیاتوو. زیات تمرکز به په لوکسو موټرو باندې کوو ځکه چې ګټه یې ډیره ده". هغه همدارنګه وویل غواړي چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د لوکسو موټرو د خرڅلاو له امله ترلاسه کېدونکي عاید کې د پام وړ زیاتوالی راولي.

XS
SM
MD
LG