د لاس رسي وړ اتصالات

د متحدو ایالتونو سنا د ۲۰۲۳ کال ملي دفاعي بودیجه تصویب کړه


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو سنا د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ۲۴) د ۲۰۲۳ کلنۍ ملي دفاعي بودیجه، چې ۸۵۸ میلیارد ډالر کېږي، تصویب کړه.

بودیجه تر هغه هم ۴۵ میلیارد ډالر زیاته ده چې ولسمشر جوبایډن یې غوښتنه کړې وه. خو ځینو محافظه کارو او لبرال استازو انتقاد وکړ چې باید په لګښتونو باندې کنترول نور هم زیات شي.

تېره اونۍ د استازو خونې دا بودیجه تصویب کړې وه او اوس به د سنا له تصویب وروسته ولسمشر بایډن ته استول کېږي. تمه ده چې هغه به یې ژر تر ژره لاسلیک او توشیح کړي.

د ۸۵۸ میلیارد ډالرو په دغې بودیجې کې د سرتېرو ۴.۶ فیصده معاش لوړېدل، د وسلو، بېړیو او الوتکو د اخیستلو لپاره او د چین د پاروونکو اقداماتو په وړاندې د تایوان د دفاع لپاره د بودیجو ټاکل او د روسیې سره په جګړې کې د اوکراین سره مرسته کول هم شامل دي.

د امریکا کانګرس له ۱۹۶۱ کال راهېسې هر کال د ملي دفاع مجوز قانون تصویبوي.

د ۲۰۲۳ کال په ملي دفاعي بودیجې کې همدغه راز امریکايي سرتېرو ته د کوویډ۱۹ واکسین کول هم شامل وو چې سناتورانو یې دا برخه لېرې کړه.

یو شمېر امریکایي سرتېري له دې کبله له دندو لېرې کړل شوي وو چې د کوویډ۱۹ د واکسین له کولو یې ډډه کړې وه. سناتورانو دا هڅه هم وکړه چې قانون تعدیل کړي، منفک کړل شوي سرتېري بېرته په دندو وګماري او معاشونه یې هم زیات کړي، خو بریالي ‌نشول.

د دغې بودیجې په اساس، په ۲۰۲۳ کال کې به اوکراین ته ۸۰۰ میلیون ډالر نوره اضافي‌ امنیتي مرسته ورکول کېږي او همدغه راز تایوان ته به هم په امنیتي برخو او د وسلو د اخیستلو لپاره میلیاردونه ډالر ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG