د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د پوځ د افغاني الاصله قوماندان مړی خاورو ته وسپارل شو


د اوکراین د پوځ افغان قوماندان جلال نوري
د اوکراین د پوځ افغان قوماندان جلال نوري

د اوکراین د پوځ د افغان قوماندان جلال نوري مړی د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۴مه (تلې ۲۲) د اوکراین په پلازمېنه کیف کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوري د جنازې او ښخولو ویډیو په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، چې په کې د افغانستان درې رنګه بیرغ د یو تابوت پر سر لیدل کېږي او یو شمېر اوکرایني سرتېري د درناوي په توګه د دغه تابوت تر څنګ زنګون وهي او ورسره خدای په اماني کوي.

د نوري د مړینې خبر شاوخوا څلور میاشتې وړاندې هغه مهال خپور شو، چې د جګړې په لیکو کې د هغه هېڅ نښه نه لیدل کیده.

که څه هم اوکرایني چارواکو د هغه مړینه نه وه تائید کړې، خو داسې ګنګوسۍ وې چې ګواکې دغه اوکراینی-افغان پوځي د روسي ځواکونو له خوا ټپي شوی او نیول شوی دی.

نوري چې د اوکراین د پوځ په لیکو کې د جوني په نوم پیژندل کیده، په ۱۹۹۸ کال کې اوکراین ته ولاړ او په خپلو مرکو کې یې اوکراین خپل دوهم وطن بللی و.

هغه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له سختو منتقدینو څخه و او تل یې ټینګار کاوه چې اوکراینیان باید د روسیې د یرغل پر وړاندې مقاومت وکړي.

ویل کیږي چې په ۲۰۱۴ کال کې کله چې روسیې د اوکراین پر کریمیا ټاپو وزمه برید وکړ، جلال نوري د اوکراین د پوځیانو په لیکو کې د روسیې پر ضد جګړه وکړه او د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د مسکو له خوا پر اوکراین له بشپړ یرغل وروسته یې بیا د اوکرایني پوځیانو ترڅنګ وسله پورته کړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG