د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د ورک شوي ژورنالست مړی وموندل شو


عزیز میمن د سند ایالت په یو محلي تلویزیون کې کار کاوه
عزیز میمن د سند ایالت په یو محلي تلویزیون کې کار کاوه

د پاکستان د سند ایالت پولیسو د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ١٧ وویل، د هغه ژورنالست مړی موندل شوی چې تیره ورځ کار ته د تگ په مهال بې درکه شوی و.

پولیس وایي ددغه ٥٦ کلن ژورنالست عزیز میمن مړی په نهر کې پروت و. د هغه کورنۍ وايي عزیز میمن په خورا بې رحمۍ وژل شوی، خو دوی نه پوهیږي چې دا کار چا کړی دی.

عزیز میمن د سند ایالت په یو محلي تلویزیون کې د خبریال او کمره مین په توگه کار کاوه، هغه د یکشنبې په ورځ کار ته د تگ په لاره بې درکه شوی و.

د سند د پولیسو مشر محمد فاروق وایي ددغه خبریال مړی د محراب پور کلي په کانال کې موندل شوی او په اړه یې پلټنې روانې دي.

تر اوسه هیڅ کوم کس او یا ډلې د هغه د یرغمل کولو او وژلو مسؤلیت ندی منلی.

د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون او د پاکستان د ژورنالستانو اتحادیې له حکومت غوښتي چې د عزیز میمن د مړینې په اړه جدي پلټنې وکړي.

پاکستان د ژورنالستانو لپاره یو د خطرناکو هیوادونو څخه گڼل کیږي او هغوی ته چې پر ژورنالستانو باندې په بریدونه کې ښکیل دي په نادره توگه سزا ورکول کیږي.

پدې هیواد کې همداشان په تیرو کلونو کې د بشري حقونو مدافیعین، فعالین، ژورنالستان او د مدني ټولنې غړي ځپل شوي دي.

XS
SM
MD
LG