د لاس رسي وړ اتصالات

بوکو حرام په اوربند او د ۲۰۰ نجونو پر خوشې کیدو خبرې کوي


د بوکو حرام اسلام پال وسلوال گروپ د نایجریا د حکومت سره د ۲۰۰ نه زیاتو نجونو د خوشی کولو په باره کې خبری کوي چې، شپږ میاشتې مخکې یی تښتولی دي او د بغاوت د ختمولو دپاره چې زرگونه خلک په کې وژل شویدی په اوربند غږیږي.

د نایجریا د جمهور رئیس گوډلک جانتن مشاور او یو کس چې ځان د بوکو حرام عمومی منشي بولي د امریکا غږ ته ویلي دي چې دغه خبرې په سعودي کې روانې دي، او د چاد او کامرون عالي رتبه مامورین په کې دي.

د بوکو حرام عمومی منشي ډنلادي احمدو، چې په سعودي عربستان کې دی، وویل، دا نجونې ټولې روغې رمټې دي او هیڅ زیان نه دی ور رسېدلی.

د بوکو حرام وسله والو کسانو د اپریل د میاشتې په ۱۴ نېټه د چیباک د کلي د متوسطه ښوونځي شاوخوا دوه سوه نجونې نجونې وتښتولی.

دې جملې نه۵۷ نجونو وکړی شو چې وتښتي، مگر نورې لا تر اوسه پوری د بوکوحرام د ډلی سره دي.

تراوسه لا معلومه نه ده چې بوکو حرام له حکومت سره د اوربند او د تښتول شویو نجونو د ازادولو په بدل کې کوم شرطونه هم اېښي دي او که نه .

وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي چې د بوکو حرام ډلې دغه عیسوۍ نجونې په زوره د اسلام منلو ته اړې کړې وې.

XS
SM
MD
LG