د لاس رسي وړ اتصالات

د نایجیریا د تښتول شویو جینکیو کورنۍ لا هم دردیږي


تقریبا دوه کاله کیږي چې ترهگری ډلی بوکو حرام د نایجیریا په چیبوک سېمه کې د یوه ښوونځي د دوو سوو نه زیاتی جینکۍ برمته کړي وې او دغه جینکۍ تر اوسه لادرکه دي. په دی موده کې دغه جینکۍ یواځي هغه وخت په یوه ویډیو کې لیدل شوي دي چې د بوکو حرام ډلی خپره کړه.

د دغو لادرکه جینکیو مورپلار وایي چې دوی د خپلو لوڼو د نه موندلو له کبله ډیر زیات کړیږي.

د لادرکه جینکیو پلرونه د مبالا په یو بازار کې هره ورځ په دی تمه ناست وي چې لوڼی به يې کور ته بیرته راشي. دغه پلرونه د دوو کلونو را په دې خوا چې لوڼی یې د بوکو حرام ډلی تښتولي دي هره ورځ په دغه بازار کی ناست وي

د دغو جینکیو برمته کول هغه جنایت دی چې د نړیوالو پام یې دغه ترهگرې ډلی ته را اړولی دی.

د بوکوحرام په ډلی باندی نړیوالو سخت انتقادونه کړیدي او د نایجیریا د حکومت سره يې د دغوجینکیو د ژغورنې لپاره د مرستې وړاندیزونه هم کړي دي.

د نایجیریا حکومت او پوځ په پرله پسې توگه ژمنه کوي چې دغه زده کونکي به وژغوري

د جینکیو د مورپلار لپاره د لوڼو د برمته کیدو نه ورسته ژوند بدل شویدی.

د یوې برمته شوي جینۍ یوه خپل د هغې د پلار په هکله وویل چې کله چې د هغه خپلې لور ته پام واوړي نو ډیرسخت خپگان احساسوي او رپیده پری راشي.

هغه دولتي ښوونځې چې دغه جینکۍ ترینه تښتول شویدي اوس په یوه ډیران بدل شوی دی.

بوکو حرام د دغو زده کونکو د برمته کولو نه ورسته د هغوي ښوونځي ته اور واچاوه.

حکومت دغه ښوونځی د بیا ودانولو لپاره ونړاوه خو لا تر اوسه پوري یې د دغه ښوونځي ودانۍ بیرته نه ده جوړه کړي او په چیبوک کې بل ښوونځې نه شته.

خو د جینکیو برمته کول یواځینۍ پیښه نه ده. د چیبوک په بازار کې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې هم ځانمرگه برید لس تنه ووژل.

ددی علاوه بوکو حرام د دغې سیمې د خلکو نه مالیه هم اخلي او په خاصه توگه د هغو خلکو نه چې جینکۍ یې ترینه تښتولي دي.

د برمته شوو جینکیو د مورپلار د اتحادیی مشره یاکوبه نکیکي وايی چې د دغو جینکیو د برمته کیدو نه ورسته تر اوسه پورې د هغوی ١٨ میندي او پلرونه مړه شویدي هغه زیاتوي چې دا ډول پېښې ډیری ناروغتیاوي پیدا کوي. ستا فکر آرم نه وي. ته د خوړولپاره وخت نه لری. ته هر وخت د خپل بچې په فکر کې یی او دا احساسوې چې کیدای شي د خپل بچي غم دې ووژني.

XS
SM
MD
LG