د لاس رسي وړ اتصالات

هندي تلویزیوني پروگرام کې د جنسي روغتیا په اړه بحث


د هند د سینما هنرمنده بهومي پیډنکر
د هند د سینما هنرمنده بهومي پیډنکر

د هند د سینما هنرمنده بهومي پیډنکر، یو نوی تلویزیوني سریال معرفي کړ او د جنسي روغتیا پداسې موضوعاتو بحث کوي چې د هند په ټولنه کې شرم او عار بلل کیږي.

میرمن پیډنکر ددغې تلویزیوني سریال چې " MTV نیشید" یا (MTVممنوع) نومیږي سفیره ده.

دغه سریال د جنسي روغتیا په څپر په هغو ټولنیزو موضوعگانو بحث کوي چې تابو یا لاس نه خوړونکي او حرام گڼل کیږي او هدف یې د ځوانانو پوهاوی دی تر څو هغوی د سالمو ټولنیزو معیارونو په اړه زیات معلومات تر لاسه کړي.

دغه ٣٠ کلنه هندي هنرمنده وایي دغه سریال پداسې موضوعگانو څرخي چې په ټولنه کې ننگ گڼل کیږي او ځوانانو ته د تغذیې، تنکۍ ځوانۍ کې د امیندوارۍ، د مرگونو ناروغیو لکه نری رنځ، مقاربتي مسایلو په اړه د بحث فرصت ورکوي.

میرمن پیدنیکر زیاته کړه چې د هند په ټولنه کې د سکس او یا د تبرکلوز په څیر موضوعگانو په اړه خبرې ننگ گڼل کیږي او که څوک په زړورتیا پدې اړه بحث وکړي ټولنه هغه په مختلفو نومونو بدناموي.

د رسمي رپوټونو له مخې هر کال په هند کې څه دپاسه درې میلیونه کسان په جنسي مقاربت اړوند ناروغیو اخته کیږي.

XS
SM
MD
LG