د لاس رسي وړ اتصالات

د هند ټاکنو کې د کرکټ او سینما ستوري بریالي شوي


د هند په ټاکنو کې دا ځل د سیاسي څیرو تر څنګ د بالیوډ د سینما او د کرکت د میدان ځینې مشهورې څیرې هم مخته راغلي دي.

په دغو څېرو کې د هند د کرکټ د ملي لوبډلې مخکنی کیڼ لاسی اوپنر ګاتم ګمبیر او بله وتلې سینمايي څېره هیما مالاني هم شامل دي. دوی ټول د واکمن ګوند له ادرسه ټاکنو ته درېدلي وو.

ګاتم ګمبیر:

ګاتم ګمبیر د هندوستان د کرکټ لوبډلې چپ لاسی توپ وهونکی لوبغاړی و چې په دې ټاکنو کې یې د ډیلي شرقي سیمې څخه د بهارتیا جنتا ګوند په نمایندګی خپل ځان پارلمان ته ځان کاندید کړی و.

تر دا مهاله د شمیرل شویو رایو په اساس هغه د خپل سیال اروندر سنګ لوولي څخه مخکې ده.ګاتم ګمبیر تر دامهاله ۳۱۰۰۸۶ رایې او ارویندر سنګ لوولي ۱۵۳۲۷۹ رایې تر لاسه کړي دي.
د وروستی رای شمیرنې وخت: می ۲۳ د واشنګټڼ په وخت د سهار ۹ بجې

سني دیول:

د هندي سینما مشهور ستوری سني دیول هم د ګرداسپور له سیمې څخه د بهارتیا جنتا ګوند له خوا ځان پارلمان ته کاندید کړی و چې دا مهال د خپل سیال سنیل کمار جهاکر څخه مخکې ده.

سني دیول تر دامهاله ۵۴۷۷۸۱ رایې او سنیل کمار جهاکر ۴۷۰۷۷۲ رایې تر لاسه کړي دي. د وروستی رای شمیرنې وخت: می ۲۳ د واشنګټڼ په وخت د سهار ۹ بجې

سمرتي ایراني:

د هندي تلویزون مشهوره هنرمنده چې د افغانانو تر منځ په تلسي مشهوره ده، د سږکال په ټاکنو کې د اتهرپردیش څخه پارلمان ته کاندیده وه. هغه د کانګرس غړي راهول ګاندي په خلاف ټاکنو ته دریدلې وه چې دا مهال د لومړیو پایلو په اساس یې رایې له ګاندي څخه ۵ سلنه ډېري دي.

سمرتي ایراني تر دامهاله ۱۰۴۴۹۸ رایې او راهول ګاندي ۹۴۷۳۲ رایې تر لاسه کړي دي. د وروستی رای شمیرنې وخت: می ۲۳ د واشنګټڼ په وخت د سهار ۹ بجې

هیما مالاني:

هیمامالاني هم د اتهرپدیش د ماتهورا سیمې څخه ځان پارلمان ته کاندید کړی و چې په خلاف یې د راشټریا لوک دال ګوند کاندید کنور نریندر سنګ ولاړ دی. تر دا مهاله د هیمامالاني سیال له دې څخه ډیرې رایې اخیستي او امکان لري چې بریالی شي.

هیما مالاني تر دا مهاله ۴۰۹۳۲۵ رایې او کنور نریندر سنګ ۲۱۹۱۰۸ رایې تر لاسه کړي دي. د وروستی رای شمیرنې وخت: می ۲۳ د واشنګټڼ په وخت د سهار ۹ بجې

ارمیلا متونکر:

ارمیلا دا وار ټاکنو کې د کانګرس ګوند له طرفه د شمالي ممبۍ څخه ځان کاندید کړی چې تر دا مهاله د شمیرل شویو رایو په اساس له خپل سیال ګوپال شیټي څخه شاته پاتې ده.

ارمیلا تر دا مهاله ۱۷۶۴۵۰ رایې او ګوپال شیټي ۵۳۸۵۲۷ رایې تر لاسه کړي دي. د وروستی رای شمیرنې وخت: می ۲۳ د واشنګټڼ په وخت د سهار ۹ بجې

شترګن سنها:

شترګن سنها په ټاکنو کې دا ځل د پټنا صاحب له سیمې څخه د کانګرس د حزب د نوماند په توګه له روي شنکر پرساد سره په مقابله کې دی. روي شنکر چې د بهارتیا جنتا ګوند کاندید دی له شترګن سنها څخه مخکې ښکاري او ښايي ټاکنې هم روي شنکر وګټي.

شنکر تر دا مهاله ۳۵۴۲۶۵ رایې او شترګن سنها ۱۸۱۳۸۹ رایې تر لاسه کړي دي.
په داسې حال کې چې د هند د ټاکنو رایې په بشپړ توګه شمیرل شوي نه دي خو له لومړیو نتایجو څخه داسې ښکاري چې د صدراعظم نریندرا مودي ګوند بهارتیا جنتا به دغه ټاکنې یو ځل بیا وګټي.

د هند د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو په اساس د ښاغلي مودي ګوند د هند د پارلمان د ۵۴۳ څوکیو څخه تر دې دمه ۳۰۰ څوکۍ ګټلې دي.
د وروستی رای شمیرنې وخت: می ۲۳ د واشنګټڼ په وخت د سهار ۹ بجې.

XS
SM
MD
LG