د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۸ غړي وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د بغلان امنیتي چارواکي وایي، نن سهار د دغه ولایت د مرکز پلخمري اړوند د ډنډي شهاب الدین په اکاخېلو سیمه کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ اته غړي وژلي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت نن دوشنبه د «لړم پر۱۳مه» امریکا غږ ته وویل، چې یاد کسان په یو سراچه ډوله موټر کې خپل کلي ته پر لارو چې پر موټر یې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې څلور ماشومان، دوه ښځې او دوه نارینه شامل دي.

بشارت زیاته کړه، چې پېښه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې رامنځته شوې، چې د نوموړي په وینا ماین هم طالبانو ځای پر ځای کړی و.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل، چې افغان ځواکونو د دنډ په سیمه کې په عملیاتو کې ۳۲۰ په سړک کې ښخ شوي ماینونه هم خنثی کړي، خو د افغان ځواکونو د پاکسازۍ عملیات دغو سیمو ته نه وو رسیدلي.

څو ورځې وړاندې افغان ځواکونو د بغلان د دهنه غوري او ډنډ غوري سیمې بیرته له وسله والو طالبانو څخه نیولې دي، خو د دغې ولسوالۍ په ځینو برخو کې اوس هم وسله وال طالبان فعال دي.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې روانه اونۍ په پکتیکا او تخار کې هم ماین چاودنو کې ۱۶ تنه ملکیان ووژل شول.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG