د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر والي پر موټریز کاروان موټر بم چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي


د کابل ـ لوګر د لویې لارې په اوږدو کې د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي پر موټریز کاروان موټر بم چاودنه شوې ده.

دغه چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل ـ لوګر ترمنځ د «سفید سنګ» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي د یکشنبې په ورځ د «مرغومې پر۳۰مه» امریکا غږ ته وویل چې په دغه چاودنه ۸ تنه وژل شوي‌ او ۱۰ نور ټپیان دي، خو خپله والي ته زیان نه دی رسېدلی.

نوموړي زیاته کړه چې ‌وژل شوي او ټپیان د والي ساتونکي، د ملي امنیت منسوبین او پولیس دي.

هغه وویل چې والي محمد انور خان اسحاقزی له کابل څخه لوګر ولایت ته پر لارو چې چاودنه رامنځته شوې.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر د پېښې د مسؤلیت په اخیستلو سره ویلي چې د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د کابل دروازې په سیمه کې پر ځانګړو ځواکونو چاودنه کړې ده.

وسله والو طالبانو په دغه چاودنه کې د ځانګړ قطعې سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG