د لاس رسي وړ اتصالات

د پولو تړلو افغانستان او پاکستان ته لسګونه میلیون ډالر زیان رسولی


افغان چارواکي وايي د سرحد بندول د ترهګرۍ په ځپلو کې مرسته نکوي
افغان چارواکي وايي د سرحد بندول د ترهګرۍ په ځپلو کې مرسته نکوي

پاکستان نهه ورځې وړاندې له افغانستان سره خپلې پولې بندې کړې. د افغانستان د سوداګرۍ د خونو چارواکي وايي دغه کار افغان او پاکستاني سوداګرو ته شاوخوا ۳۰ میلیون ډالره زیان اړولی دی.‌

د سوداګرۍ د خونو مرستیال مشر خانجان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې د پولو بندیدل، هره ورځ له ۳ نه تر ۴ میلیونو ډالرو زیان اړوي.

پاکستاني چارواکو ویلي د تورخم، میرانشاه او چمن سرحدي بندرونه یې د امنیتي اندیښنو له کبله تړلي دي. دوي ادعا کوي‌ چې د جماعت الاحرار د ډلې مشران - هغه ډله چې په پاکستان کې د وروستیو بریدونو پړه یې منلې ده - په افغانستان کې پټ دي. افغان چارواکو دغه ادعا په کلکه رد کړې ده.‌

د سوداګریزو زیانونو سربیره، د پولو بندیدلو د دواړو هېوادونو عامو خلکو ته هم ګڼې ستونزې رامنځته کړي دي.

رسمي شکایت

په وچه کې ایسار افغانستان له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو راکړو-ورکړو لپاره پر ګاونډیو، په ځانګړې توګه پر پاکستان او ایران، ترانزیتي ډډه لګوي. افغانستان او پاکستان خپل تر منځ د ترانزیت تړون هم لري چې هر هېواد اړ باسي چې بل لور ته د عبور/ترانزیت لاره برابره کړي.‌

د یکشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ د وزارت یوه چارواکي وویل چې د پاکستان لخوا د پولو د بندیدلو له کبله به د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته شکایت وکړي. افغانستان تیرکال د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

افغانستان پخوا د پاکستان له لوري‌ د سرحد د بندولو له کبله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت کاوه، خو دا ځلي د ملګرو ملتونو په سازمان کې یوه افغان ډيپلمات امریکا غږ ته وویل چې دوې تر دې دمه دغه ډول کوم اقدام ندی کړی.

د افغانستان د اندیښنو او د درنو اقتصادي زیانونو سربیره، پاکستاني چارواکو تر اوسه ندي ویلي چې پولې به څه مهال بیرته خلاصوي.

XS
SM
MD
LG