د لاس رسي وړ اتصالات

د بست تصدۍ له ۲ کلونو راهیسې په ټپه ولاړه ده


د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د خپلې واکمنۍ پر مهال په هلمند کې يو شمير بنسټيزې پروژې پیل‌ کړې وې چې په هغو کې د کجکي‌ بند، د ګريشک د بغرا بند، د مارجې او نادعلي نهرونه، د چاه انجيرساختماني دستګاه، د هلمند د حجارۍ او نجارۍ فابريکه او د بست تصدی شامله وه.

د بست تصدۍ په ۱۳۴۳ کال کې محمد ظاهر شاه په خپل لاس پرانستله.
د دغې فابریکې د جوړیدو چارې يوې انګليسي کمپنی”لوموس“ پر مخ بیولی وې چې په هغه وخت کې پرې ۵۰ ميليونه ډالره لګیدلي و.
دا فابريکه په سهامي‌ ډول د وخت د حکومت، پانگه والواو کروندګرو په ګډه پانگه جوړه شوې ده.

دا فابريکه له کروندګرو څخه پنبه پيري او تر پروسس وروسته ترې صابون، غوړي، لينتر، کنجاړه، پوستک او خالص مالوچ توليدوي چې له خالصو مالوچو نه غیر نور ټول توليد بیرته په کروندګرو ويشي. ددې فابريکې د توليداتو څخه د افغانستان دننه او بهر ګټه اخيستل کيږي.

خالصه پنبه د تار او ټوکر جوړولو دپاره د کابل نساجي فابريکې ته وړل کيږي، سربيره پردې ددغې تصدۍ پنبه کندهار، مزار شریف، او هرات ته هم وړل کيږي

ددې فابریکې خالص مالوچ د هیواد بهر، پاکستان، کوريا، هنګري او نورو هېوادو ته هم صادريږي.

په دې وروستيو کې د مالوچو د کښت کچه کمه شوې ده چې ددې تصدی پر فعاليت یې مستقیمه اغيز کړې. کروندګر د مالوچو د ټیټې بیې له کبله پنبه نه کري او د هغه په ځای یې نورو غلو دانو ته مخه کړې ده.

د تصدۍ مسؤلين وايي‌ ولسمشر غني ورسره په ټاکنيزو کمپاينونو کې د مرستې ژمنه کړې وه چې لا تر اوسه هم نده ترسره شوې. د بودیجې د کموالي له کبله دغه ۵۴ کلنه فابريکه له فعالیته غورځيدلې ده.

څه موده وړاندې ولسمشر غني‌ هلمند ته په خپل سفر کې د يادې تصدی يادونه وکړه او ورسره یې د ۳۰۰ ميلونه افغانیو مرستې ژمنه وکړه. غني ویلي و چې دغه پیسې به په دوو اونیو کې یادې تصدۍ ته ورسیږي چې لا یې هم څرک نه لیدل کیږي او تصدي هماغسې بنده ده.

د فابريکې د دستګاه مدير عبدالباقي ‌وايي‌ که څه هم دستګاه ۹۰ سلنه زړه ده خو لا هم په هره کاري دوره کې تر۳۵ زره ټنه پنبه پروسس کولای شي

په هلمند کې کروندګر وايي د مالوچو کښت آسانه او ارزانه دی، اوبه ډيرې نه غواړي‌ او سرې ته هم ډېره اړتيا نه لري خو اوس ورته ځکه زړه نه ښه کوي‌ چې فابريکه ورڅخه پنبه نه پيري، دوی مجبور دي چې يا یې نږدې ولايتونو ته او يا يې پاکستان ته انتقال کړي‌ چې تر ګټې يې د وړلو مصارف ډيريږي.

د بست تصدۍ ۱۰۶ رسمي کارکوونکي لري خو د پنبې د پروسس په وخت کې يې کارکوونکې آن ۸۰۰ ته رسيږي

یاده تصدۍ چې د سپينو زرو د توليد په فابريکې مشهوره ده له ۲ کلونو راهيسې په ټپه ولاړه ده.

XS
SM
MD
LG