د لاس رسي وړ اتصالات

د جوهر زارنیف په نیول کېدو سره په باسټن کې ژوند بیرته عادي سو


پولیسو د مسیچیوستس ایالت د باسټن په ښار کې د دوشنبې د ورځې د بمي چارودنو دویم تورن کس ژوندی ونیوی او په دې سره د پولیسو هغه لټون پای ته ورسیدی چې د دغو خونړیوو پېښو د لاملینو دپاره پیل شوی وو او له امله یې په ټول باسټن ښار کې ژوند د عادي وضیعت څخه وتلی وو.

د باسټن په ښار کې د څو ورځو وروسته ژوند بیرته عادي حالت ته وروسته له هغه نه ستون سو چې پولیسو د مراټان د بمي چاودنو دویم مشکوک کس ژوندی ونیوی. ۱۹ کلن جوهر زارنیف د باسټن ښار د واټر ټون په ښارګوټي کې هغه مهال ونیول شو چې د سیمې یوه اوسیدونکي د هغه د موقعیت په هکله پولیسو ته معلومات ورکړل.

د مسچیوسټس د پولیسو یوه چارواکي ډګروال ټیمودي البن داسي وویل: ،،مونږ ډیر شکر ګزاره یوو چې دغې مرحلې ته راورسیدلو. مونږ خوشحاله یوو چې د هغو کورنیو دپاره مو عدالت تامین کړ چې د دوشنبې د ورځې په چاودنو کې یې خپلوان له لاسه ورکړل او یا خپلوان یې ژوبل شول. دغه قضیه مو بالاخره ختمه کړه.،،


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ماښام د سپینې ماڼۍ نه وینا وکړه او وېویل چې د امریکا امنیتي ادارو مشکوک ۱۹ کلن جوهر نیولی دی.،،نن ماښام زمونږ ټول ملت د باسټن او مسچیوسټس ایالت د اوسیدونکو پوروړی دی چې پر ځان باندي یې د ظالمانه بریدونو په مقابل کې د پوره عزم او ارادې څخه کار واخیستی. ددغه ایالت خلګو خپل د برخې مسولیت په پلټونو کې ادا کړی. همدغه راز د باسټن ایالتي پولیسو او سیمه ایزو پولیسوو د تیرو پنځو ورځو په ترڅ کې خپل مسلکیتوب او میړانه څرګنده کړه. نن ماښام د همدغو کسانو د زړوړتیا له کبله مونږ د یوې زړه بګنونکې پېښې د لاملونو په هکله لټون پای ته ورسوی. ما ته نن ماښام د اف بي آی د ریْس ښاغلي مولر له خوا معلومات راکړل شول. د دوشنبې د ورځې د بمي چاودنو وروسته ما فیډرالي حکومت ته هدایت ورکړ چې د پېښې د پلټنې او په سیمه کې د امنیت د لازیاتوالي په موخه دي د ایالتي حکومت سره لازمې مرستې وکړي. د تیرۍ اونۍ په ترڅ کې د فیډرالي، ایالتي او سمیه ایزو ادارو ترمنځ همږغي او همکاري د هڅو د بریالیتوب یوه مهمه برخه وه. ټولو اړوندو ادارو هماغسي کار وکړی چې باید کړی یې وای.،،

د یادونې وړ ده چې د پولیسو د لټون په نتیجه کې خلګو ته توصیه شوې وه چې د خپلو کورنو څخه دي نه راوځي او اوس په باسټن کې ژوند بیرته عادي حالت ته راستون شوی دی.

د سیمه یو اوسیدونکی وايي ډیره خوشحاله دی چې دا هرڅه پای ته ورسیدل.،،زه ټوله ورځ په خپل کور کې د دې ټولو شیانو په خاطر لکه نظر بند، بندي وم او پولیسو یو ډیر ښه اقدام وکړ. اوس ټول خلګ آزاده دي او دا ډیر د خوښې ځای دی.،،

خو د ۱۹ کلن جوهار د نیولو سره ټول مسایل حل شوي نه دي. اوس هم زیاتې پوښتنې پاته دي چې ځوابونه غواړي. د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل چې ددغو دوو مشکوک کسانو په هکله لا پلټنې دوام لري چې دا په ډاکه شي چې ولي یې دا کار وکړ او څه انګیزې یې درلودې. ،،هغه ټپي شوي خلګ چې اوس بیرته پر پښو دریږي او بیرته ژوند پیلوي او د هغو کسانو کورنۍ چې په دې پېښه کې ووژل شول، غواړي پوه شي چې ولي داسي وشول.،،
د ویلو وړ ده چې دویم مشکوک کس د سیمې د یوه اوسیدونکي په مرسته پولیسو ونیوی. هغه په یوې کښتۍ کې پټ شوی وو. د نوموړي مشر ورور چې هغه هم د دوشنبې د ورځې په چاودنو کې دخیل وو، د جمعې په ورځ د پولیسو سره په نښته کې ووژل شو. په خپله ۱۹ کلن جوهار هم ټپي دی او داسي معلومېږي چې د ورور سره یوځای چې یې کله د پولیسو سره نښتې وکړې نو ښايي هماغه وخت ټپی شوی وي. د هغه روغتیايي وضعیت وخیم بلل شوی دی.
XS
SM
MD
LG