د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې د جګړې پر ضد د محصلینو مظاهرې د نړۍ څو نورو هیوادونو ته هم غزیدلي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل د جګړې په خلاف د محصلینو مظاهرې چې لومړی د متحده ایالاتو د کولمبیا په پوهنتون کې پیل شوې او بیا په چټکۍ سره د دې هیواد نورو پوهنتونونو او کالجونو ته خپرې شوې، اوس د نړۍ د لوړو زده کړو ګڼ شمیر مرکزونو ته پراخې شویدي.

د تیرې اپریل میاشتې ۱۷ مې نیټې راهیسې یوازې د متحده ایالاتو د بیلا بیلو ایالتونو په ۴۰ پوهنتونو کې د فلسطین په پلوۍ مظاهرې شوي چې په اکثریت مظاهرو کې محصلینو د پوهنتونونو په انګړو کې اعتراضي خیمې وهلي دي.

په امریکایي مطبوعاتو کې ویل شوي چې پولیسو تر اوسه نږدې ۲زره کسان د همدې مظاهرو په تړاو نیولي دي او هغو مظاهرو ته ورته دي لکه د ویتنام جګړې په خلاف چې محصلینو پیل کړې وې.

د متحده ایالاتو په پوهنتونو کې د محصلینو د مظاهرو اصلي مرکز د نیویارک په ایالت کې د کولمبیا پوهنتون دی چې همدا څو ورځې وړاندې پولیسو پکې د محصلینو څو پرلتونو ماتولو لپاره له زور کار واخیست.

مظاهره کوونکي شکایت کړی چې پدې پوهنتون کې پولیسو د مظاهره چیانو پر ضد د ظلم او زور زیاتي څخه کار اخیستی.

په همدې حال کې د لاس انجلس په ښار کې د کلفورنیا په پوهنتون کې سلګونه پولیس د مظاهره چیانو خپرولو لپاره ګمارل شوي و چې څه د پاسه ۲ سوه مظاهره کوونکي یې نیولي او ګڼ شمیر موانع یې پاکې کړي.

په امریکا کې مظاهره چیان د پوهنتونو او لوړو زده کړو له مرکزونو غواړي چې د هغو شرکتونو څخه ځانونه بیل کړي چې ګټه یې اسرائیل ته رسیږي او یا د اسرائیل پورې اړه ولري.

د ورجینیا په پوهنتون کې بیا د محصلینو یوې ورځپاڼې ویلي چې لسګونه پولیس چې د بلوا ضد وسایل ورسره و، د فلسطین پلوو مظاهره چیانو خپرولو لپاره یې د کیمیاوي موادو پاشلو څخه یې کار اخیستی.
یوه ویډیو چې پدې ورځپاڼې کې خپره شوې، پکې ښودل کیږي چې پولیس چترۍ څیري کوي، د محصلینو سره لاس او ګریوان کیږي او خیمې یې نړوي.

په عین حال کې د رهوډ آیلینډ بروان پوهنتون کې محصلینو وروسته تر هغې خپلې خیمې ړنګې کړلې چې د پوهنتون مسؤلینو ومنله چې د هغو شرکتونو څخه به ځان جلا کولو باندې غور کوي چې په غزې کې "نسل وژنې سره مرسته کوي او ګټه ترې اخلي".
جمهور رئیس جو بایډن د دې مظاهرو په هکله ویلي چې نظم باید مراعت شي.


فرانسه

د متحده ایالاتو څخه وروسته په فرانسې کې هم د همدې تیرې جمعې په ورځ پولیسو د پاریس په ښار کې د ساینس پو په پوهنتون کې چې پدې هیواد کې د سیاسي علومو تر ټولو اعلی پوهنتون دی، د مظاهره چیانو پرلت ماتولو لپاره له زوره کار واخیست.

پولیسو ویلي چې په مظاهرو کې یې ۹۱ تنه نیولي دي.

خو د دې پوهنتون موقتي مشر ژان باسرز د محصلینو دا غوښتنه رد کړې چې د اسرائیلي پوهنتونونو سره د دې ادارې اړیکو په هکله پلټنې وکړي.

بل پلو بیا د پاریس – داوفین په پوهنتون کې مسؤلینو په یو کنفرانس بندیز ولګاوه چې په خټه فلسطینۍ فرانسوۍ ریما حسن پکې بلل شوې وه. هغه د نړیوالو اړیکو کارپوهه ده چې په غزې کې د "نسل وژنې" باندې په زغرده انتقادونه کوي.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون د شنبې په ورځ په پوهنتونو کې د مظاهره چیانو لخوا د موانعو لګول وغندل چې د هغه په قول د بحث کولو مخه یي نیولې.

جرمني

پولیسو بیا د جمعې په ورځ په پایتخت برلین کې د همبولدت په پوهنتون کې د مظاهره چیانو د ایستلو لپاره مداخله وکړله. پولیسو ویلي چې یو شمیر مظاهره چیان چې نه یې غوښتل له کمپ څخه بل ځای ته ولیږدول شي، په زور وایستل شول.

په واشنګټن ډي سي کې د جورج واشنګټن په پوهنتون کې د فلسطین پلوو مظاهره چیانو یو کمپ
په واشنګټن ډي سي کې د جورج واشنګټن په پوهنتون کې د فلسطین پلوو مظاهره چیانو یو کمپ

د برلین ښاروال پدې مظاهرو انتقاد کړی او د اکس په پاڼې کې یې لیکلي چې پدې ښار کې هغه شان پیښې نشي لیدل کیدی لکه په متحده ایالاتو کې چې روانې دي.

کاناډا

د کاناډا مونټیریال، اوټاوا، ټورانټو او ونکوور په ښارونو کې محصلینو په پوهنتونونو او کالجونو کې مظاهرې کړي.

سره لدې چې پولیسو خبرداري هم ورکړي و خو سلګونو مظاهره چیانو د مونټیریال مک ګیل په پوهنتون کې چې پدې هیواد کې لومړنۍ او تر ټولو ستره مظاهره وه، برخه اخیستې وه.

مظاهره چیانو هوډ څرګند کړی چې تر هغه وخته به یې مظاهرې روانې وي تر څو چې دې پوهنتون د اسرائیل ټولې علمي او مالي ادارو سره اړیکې نه وې پرې کړي.


اسټرالیا

د اسټرالیا د سډني په پوهنتون کې بیا د غزې او اسرائیل د پلویانو تر منځ شخړه شوې. مظاهره چیانو د یو بل په خلاف تندې خبرې کړي خو تر ډیره حده په سوله ایزه توګه پای ته رسیدلي دي.

اوربند پلوو مظاهره کوونکو د لسو ورځو لپاره د دې پوهنتون په انګړ کې خیمې وهلي دي او له پوهنتون یې غوښتي چې د اسرائیلي ادارو سره اړیکې پرې کړي او د وسلو د شرکتونو څخه مالي مرستې وانخلي.

آیرلینډ

د ډبلن پوهنتون د ټرینیتي په کالج کې محصلینو د جمعې په ورځ پرلت پیل کړ او خپله مظاهره یې د فلسطین سره خواخوږي ښودلې ده.

مکسیکو

د مکسیکو تر ټولو ستر پوهنتون یونام کې لسګونو محصلینو د پنجشنبې ورځې راهیسې خیمې وهلي او د "فلسطین آزاد کړئ" او " له سینده تر سمندره" شعارونه یې ورکول. مظاهره چیانو د مکسیکو له حکومت غوښتل چې د اسرائیل سره اړیکې پرې کړي.

سویټزرلینډ

د سویټزرلینډ لوساني په پوهنتون کې بیا تقریباً سلو محصلینو د یوې ودانۍ دروازه بنده کړې. مظاهره چیانو په غزې کې په سمدستي توګه اوربند او د اسرائیل سره عملي مقاطعې غوښتنه کوله. دا مظاهره به تر دوشنبې روانه وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG