د لاس رسي وړ اتصالات

انجلینا جولي بالاخره په رسمي توگه له میړه جلا شوه


 انجلینا جولي او برډ پیت
انجلینا جولي او برډ پیت

د هالیووډ سینما مشهور هنرمندان انجلینا جولي او برډ پیت د اولادونو د سرپرستۍ او شتمنیو پر سر د دوه نیم کاله کشمکش او جنجال وروسته په رسمي توگه جلا او طلاق یې په محکمه کې ثبت شو.

د "پیپل" مجلې د رپوټ له مخې ۴٣ کلنه انجلینا جولي او ٥٥ کلن برډ پیت به هغه څه وکړي چې د شپږو اولادونو په گټه یې وي.

ددغو دواړو هنرمندانو تر ټولو مشر اولاد "مداکس" ۱۷ کلن او تر ټولو کوچني "ویوین او ناکس" ١٠ کلن دي.

انجلینا جولي او برډ پیت په ٢٠٠٥ کال کې د "میرمن او ښاغلي سمیت" په نامه فلم د شوتینگ پر وخت سره اشنا شول او څو میاشتې وروسته د ٢٠٠٦ کال په جنورۍ کې یې سره واده وکړ.

د هالیووډ دغو دوو ځلاندو ستورو په ٢٠١۴ کال کې د فرانسې په جنوب کې بیا د واده مراسم تکرار کړل، خو دوه کاله وروسته د ٢٠١٦ کال د سپتمبر په میاشت کې انجلینا جولي د طلاق اخیستلو درخواست وکړ.

د هماغه وخت راهیسې دغو دوو هنرمندانو د اولادونو د سرپرستۍ او شتمنۍ د ویشلو پر سر جنجال درلود.

دا دوه هنرمندان پداسې حال کې سره په رسمي توگه طلاق شول چې برډ پیت د خپل یو نوي فلم معرفۍ ته تیاری نیسي او د میرمن جولي د "مالفیسنت: د شیطان معشوقه" په نامه فلم سږکال مني کې د سینما په پردو خپریږي.

عکس: انجلینا جولي او برډ پیت د دوو اولادونو زاهارا او مداکس سره

XS
SM
MD
LG