د لاس رسي وړ اتصالات

د برازیل لومړنۍ ښځینه جمهورې ریْسې لوړه وکړه


Brazil's President-elect Dilma Rousseff, right, smiles as Vice President-elect Michel Temer applauds upon her arrival to give her victory speech after winning the election runoff in Brasilia, Brazil, 31 Oct. 2010.
Brazil's President-elect Dilma Rousseff, right, smiles as Vice President-elect Michel Temer applauds upon her arrival to give her victory speech after winning the election runoff in Brasilia, Brazil, 31 Oct. 2010.

په برازېل کې پرون دشنبی په ورځ په زرهاو خلکو د ډېر سخت باران باوجود په پاېتخت برازېلا کې ددغه هېواد دنوې جمهورې رېسې مېرمن ډېلېمه روسېف د وفادرارئ دلوړې په مراسموکی گډون وکړ.

په داسي حال کې چې په زرگونو خلګو ېې هرکلی کوه مېرمن روسېف دوفادارئ دلوړې دپورته کولو لپاره تالار ته راننوتله او دهغې دواړو خواو ته ښځې باډې گارډانې روانې وی.په پاېتخت کې په سړکونو باندی ډېر کلک امنېت ساتل کېده.

دبرازېل نوې جمهورې رېسې پارلمان ته په خپله لومړنۍ وېنا کې ووېل خپل ډېر کوښښ به وکړي چې د خلګو غرېبي ختمه شی او د خوراکي موادو نرخونه کنټرو ل شي .

مېرمن روسېف چی ٦٣ کلنه ده،د برازېل دپخواني جمهور رېس لوېز اېناشېو لولا ډی سېلوا ځای ېې ونېوه . ښاغلی ډی سېلوا چې په خپل ولس کې ډېر نېک شهرت لري، دبرازېل خلک ورته د لولا خطاب کوی، دهغه ترمشرئ لاندی برازېل ډېر زېات پرمختگ وکړ او دغه هېواد فعلا دچېن او هند په شان دنړئ ېو غټ او مهم اقتصادي قدرت دی.

د ښاغلي لولا دحکومت په اته کلنه دوره کې په برازېل کی ٣٠ مېلونه وگړي دغرېبئ نه خلاص شول او دټولنې په منځنئ طبقه کی شامل شول.

مېرمن روسېف د ٥ کلونو پوري دجمهورر ېس لولا ددفتر رېسه وه. هغې قول وکړ چی د پخواني جمهور رېس په نقش قدم به روانه وي .

مېرمن ډېلېمه روسېف په داسی حال کې دخپل هېواد دچارو واگی په لاس کې نېسي چی ټاکل شوی ده په ٢٠١۴ مېلادی کی په برازېل کی دفوټبال دنړېوال جام لوبې شروع شی او په ٢٠١٦ مېلاد ی کال کی داولېپېک دنړېوالو لوبو کوربه توب په غاړه واخلي.

مېرمن روسېف دبرازېل دچرېکانو ېوه پخوانئ مشره ده چې پلار یې ېو مهاجر ؤ او د١٩٦٠ مېلادي په لسېزه کې ېې په برازېل کی دښي لاسی استبدادی حکومت پرخلاف گورېلاېی جنگ شروع کړ. بالاخره حکومتی قواو ونېوله او دقېد په دوران کې ېې باربار دبرقی ډنډو په وسېله شاکونه وخوړل او ډېره زېاته وټکول شوه.

پوره درې کاله ېې په زندان کی تېرکړل او کله چی د١٩٧٠ مېلادي په لسېزو کې دزندان نه خوشي شوه ، دجمهور رېس لولا ډی سېلوا دکارگرانو په گوند کی شامله شوه او سېاسی مبارزه ېې پېل کړه.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG