د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال سوپر لیګ جوړېدو سخت غبرګونونه پارولی


د "سوپر لیگ" په نامه د نويو سیالیو د رامنځ ته کولو لپاره د اروپا د فوټبال د یو شمیر سترو کلپونو تصمیم سخت غبرګونونه زیږولي دي.

ددې تورنمنت د مقرراتو په اساس ددې لوبو بنسټ ایښودنکي ۱۵ کلپونه به هیڅکله نه حذف کیږي او هر کال به په دغو سیالیو کې برخه اخلي.

یواځې د فوټبال پنځه نور کلپونه په خپلو هیوادونو کې د مقام پر اساس پدغو لوبو کې برخه اخلي.

پدغو سیالیو کې د ۱۵ ټیمونو دایمي حضور ددغو لوبو څخه د هغوی د عوایدو د تضمین په معنی دي.

د اروپایي هیوادونو د فوټبال اتحادیې په ځانګړې توګه بریتانیا، ایټالیا، اسپانیا، فرانسې او همداشان د فیفا ادارې ددې لیګ پر جوړیدو سخت انتقادونه کړي دي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن، هم د اروپا د فوټبال د اتحادیې له موقف نه دفاع کړې او ددغه نوي سوپر لیګ د جوړیدل یې فوټبال ته ستر تاوان ګڼلی دی.

د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا ویلي دي چې ددې سوپر لیګ د جوړیدو د مخنیوي لپاره به د خپل ټول توان نه استفاده وکړي.

یو شمیر مسولینو وړاندیز کړی دی هغه لوبغاړي چې په دغه لیګ کې برخه اخلي باید په نورو سیالیو کې او د هغې جملې څخه د خپلو هیوادونو په ملي ټیمونو کې له برخې اخیستلو څخه محروم شي.

د فوټبال زیات شمیر پخوانیو ستورو هم د سوپر لیګ جوړیدل سخت غندلي دي. د مانچستر د فوټبال د ټیم پخواني کپتان ګری نویل، وویل: "دغه کلپونه داسې لوبو ته مخه کوي چې امکان نلري امکان نلري ترې حذف شي. دا له حرص پرته بل څه ندي."

هغه زیاته کړه: "مانچستر یونایټد باید پداسې لوبو کې د ګډون کولو لپاره په خپل تصمیم وشرمیږي."

ددې سوپر لیګ د جوړیدو لپاره یوه ۴.۲ میلیارډ ډالري بودجه ټاکل شوې چې د امریکایي بانک جي پي مورګن له خوا یې ملاتړ کیږي.

د اروپا د سترو کلپونو له جملې څخه تر اوسه یواځې د جرمني بایرن مونشن او د فرانسې پاریس سن جرمن د سوپر لیګ سره یوځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG