د لاس رسي وړ اتصالات

برنډن مکولم د ټیسټ په لوبې کې نوی ریکارډ جوړ کړ

برنډن مکولم پداسې حال کې توپ وهنی ته راښکته شو چې د لوبډلې د سر درې لوبغاړي یې سوځیدلي و او یوازې ۳۲ رنزونه یې کړي و. معمولاً د ټیسټ په لوبو کې لوبغاړي په ډیرو توپونو لږ رنزونه کوي خو برنډن مکولم چې د کرکټ په ټولو لوبو کې تیز رنزونه کوي، دا ځل یې د ټیسټ په لوبو کې ریکارډ‌ جوړ کړ.‌

هغه په دوه پنځوس توپونو سلیزه وکړه او د هغو لوبغاړو د نومونو په جدول کې یې خپل نوم په لومړي قطار کې راوست چې د ټیسټ په لوبو کې یې په لږو توپونو سلیزې جوړې کړیدي.‌

د برنډن مکلولم نه وړاندې د ویسټ‌انډیز د کرکټ مشهور لوبغاړی ویو ریچرډز په لږو توپونو سلیزه جوړه کړې وه. هغه په ۱۹۸۶ م کال کې د انګلستان د لوبډلې په خلاف په شپږ پنځوسو توپونو سلیزه جوړه کړې وه چې وروسته بیا د پاکستان د کرکټ د ټیسټ د لوبو کپتان مصباح الحق هم په ۲۰۱۴ م کال کې د اسټرالیا د لوبډلې په خلاف په شپږ پنځوسو توپونو سلیزه وکړه.‌

د برنډن مکولم دا نوی ریکارډ د هغه لپاره ځکه زیات اهمیت لري چې دا د هغه وروستۍ د ټیسټ لوبه ده. هغه لا وار د مخه د یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو لوبو نه استعفا کړیده او اعلان یې کړی چې د اسټرالیا د لوبډلې سره د دې ټیسټ‌ لوبې نه ورووسته به د ټیسټ د لوبو سره هم مخه ښه وکړي.‌

مکولم په ننۍ لوبې کې په ۷۹ توپونو ۱۴۵ رنزونه وکړل. شپږ شپږیزې او یوویشت څلوریزې یې ووهلې.‌

This item is part of
XS
SM
MD
LG