د لاس رسي وړ اتصالات

برېښنا شرکت: نن ماښام به کابل ته برېښنا راشي


د بریښنا شرکت وایي درې اونۍ وړاندې مخالفو وسله والو په ډنډ شهاب‌الدین کې د برېښنا مزي پرې کړي و.
د بریښنا شرکت وایي درې اونۍ وړاندې مخالفو وسله والو په ډنډ شهاب‌الدین کې د برېښنا مزي پرې کړي و.

د برېښنا شرکت ریاست وايي، د هغوی تخینکي ډلې د بغلان په ډنډ شهاب‌الدین کې د برېښنا د بیارغولو پر سر کار پیل کړی او هڅې روانې دي، چې تر نن ماښام کابل ته برېښنا ورسول شي.

له کابل څخه د امریکا غږ خبریال وایي چې دبریښنا شرکت له وعدې سره سره د شپې تر لسو بجو بریښنا لاهم نشته او داسې ښکاري چې نن شپه به هم د مابل ښاریان له بریښنا بې برخې وي.

د برېښنا شرکت وايي، د هغوی تخنیکي ډلې، نن له غرمې مخکې د بغلان ولایت په ډنډ شهاب‌الدین سیمه کې له ازبکستان څخه د ۲۸۰ میګا واټه وارداتي برېښنا د پرې شوو مزو په بیا نښلولو کار پیل کړی او تمه ده چې تر نن ماښام کابل ته برېښنا راشي.

د برېښنا شرکت عملیاتي رئيس احمد شکیب نثار امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، نن له غرمې مخکې ۱۱ نیمې بجې د دغه شرکت انجینران د افغان امنیتي ځواکونو په ملتیا د ډنډ‌ شهاب‌الدین هغې سیمې ته رسیدلي چې څه باندې درې اونۍ مخکې، د افغان حکومت وسله‌والو مخالفینو په کې د برېښنا ستنې په بمونو الوزولې وې.

ښاغلي نثار وویل، وسله والو مخالفینو یو کوچنی پول هم په دې سیمه کې الوزولی، چې له امله یې د برېښنا ستنې د رغولو لپاره، سیمې ته د تخنیکي وسایلو د لیږد مخه نیول شوې ده.

هغه وویل "یو پولچک چې د ستنې په لور په لاره کې پروت دی هغه یې الوزولی دی، اوس موږ هغه امکانات چې په لاس کې لرو د بیلډوزر په واسطه به یوه لاره جوړه کړو، چې سیمې ته کرن ورسوو، اوس موږ کار کوو او هیله لرو، چې تر نن ماښام په موقتي توګه د برېښنا مزي سره غوټه کړو."

له هغې وروسته، چې د روان کال د جنوري میاشتې په ۲۶مه نیټه، د بغلان په ډنډ شهاب الدین کې د برېښنا ستنې په بمونو والوزول شوې، د پلازمینې کابل په ګډون د ننګرهار، پروان او کاپیسا ولایتونو د ځینو برخو اوسیدونکي هم له برېښنا محروم شول.

دا مهال کابل مېشتو ته په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۲ ساعته برېښنا رسیږي.

په کابل کې د برېښنا کموالي د دغه ښار د اوسیدونکو ژوند خورا تریخ او له ګڼو ستونزو سره مخ کړی، چې له امله یې نن هم یو شمیر کابل میشتو او مدني فعالینو په دغه ښار کې لاریون وکړ او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره د کابل برېښنا بیرته ورغوي.

XS
SM
MD
LG