د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیې د 2014 کال نه وروسته د افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه


برتانیه به افغانستان ته د هغه د امنیتي قواو د پاره هر کال ٧٠ ملیون پونډه چي تقژیبا ١١٢ ملیون ډالره کیږي وروسته له هغه ورکوي چي قواوی یې په هغه ملک کي خپل محاربوي نقش ختم کړي.

دا اعلان پرون د چارشنبې په ورځ د برتانیې ددفاع وزارت وکړ.

لومړۍ جوپه پیسې به په ٢٠١٥ کال کي ورکړه شي او د برتانیې ددفاع وزارت دا هم وویل چي دا پیسې به څارل کیږي.

د برتانیې ددفاع وزیر ( فیلیپ هیمانډ ) په یوه بیانیه کي وویل چي دا پیسې زموږ هغه تعهدات څرگندوي چي د ٢٠١۴ کال نه وروسته کله چي د برتانیې محاربوي عملیات ختم سي، یو با ثباته او مصئون افغانستان غواړو.

د برتانیث ددفاع وزیر دا وینا په بروکسیل کي هغه وخت وکړه چي د ناتو مشران هلته را غونډ شوي دي او غواړي د محاربوي قواو د انتقال پروگرام تکمیل کړياو داسي لاري چاري ولټوي چي د افغانستان د اردو ملاتړ وکړای شي.

توقع کیږي په دې اړه به نور اعلانونه بله میاشت په شیکاگو کي د ناتو د مشرانو په عالي جرگه کي وشي. ټاکل شوې په دې عالي جرگه کي د ٢٠١۴ کال نه وروسته افغانستان ته د نړۍ والي ټولني تعهد ات څرگند شي.

د یوه تخمین په اساس افغانستان ته د نظامي لگښتونو د پاره په کال کي تقریبا ۴ ملیارډ ډالره لگښت ورکړه شي او امریکا دا هلي ځلي کوي چي نور هیوادونه هم ددې پیسو په ورکولو کي ونډه واخلي

XS
SM
MD
LG