د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیه: د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو پلان نلرو


د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په قطر کې کړیدي.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په قطر کې کړیدي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب وایي چې د افغانستان په هکله طالبانو سره د خبرو "اړتیا" نشته او وایي چې هیواد یې د هغوي (طالبانو) د حکومت په رسمیت پیژندلو هیڅ پلان نلري.

طالبانو تیره میاشت په کابل کې واک تر ونیوه خو لا یې هم حکومت ندی اعلان کړی او سره لدې چې یو شمیر طالب مشرانو ویلي راتلونکی حکومت به "ټول شموله" وي خو لا تر اوسه هم د خپل نظام د بڼې په هکله څه ندي ویلي.

ښاغلي راب د قطر د بهرنیو چارو د وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني سره په سره دوحه کې د ملاقات نه وروسته خبریالانو ته وویل چې د قطر د چارواکو سره یې پدې هکله خبرې کړي چې ډاډ ورکړل شي په افغانستان کې په آینده کې ترهګرو ته ځای ورنکړل شي، د بشري ناورین مخه ونیول شي، د سیمې ثبات وساتل شي او طالبان پخپلې دې ژمنې کې مسؤل وبلل شي چې "ټول شموله" حکومت به جوړوي.

ښاغلي راب وویل، " د افغانستان سره زمونږ ژمنې پخپل ځای دي. مونږ باید د نوي حقیقت سره ځان عیار کاندو."

بریتانیې هم د امریکا د متحده ایالاتو په شان خپل سفارت د کابل نه قطر ته لیږدولی. د بهرنیو چارو وزیر وویل چې لومړیتوب یې د بریتانویانو، افغانانو چې د بریتانیې د حکومت سره یې کا کړی او د خطر سره مخ افغانانو په خوندي توګه ایستل دي.

ډومنیک راب زیاته کړه چې د سیمې د هیوادونو د مشرانو سره غږیږي چې دغه کسان د یو دریم هیواد د لارې بریتانیې ته ولیږدوي.

د کابل د هوایي ډګر نه لا هم ملکي پروازونه ندي پیل شوي او هوایي ډګر تړلی دی. خو قطر وایي د طالبانو سره خبرې چې د ترکیې سره په ګډه د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د بیرته پرانیستلو لپاره تخنیکي همکاري وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل، " مونږ د طالبانو سره په خبرو بوخت یو. د ترکیې سره هم خبرې کوو چې تخنیکی همکار وکاندي. هیله ده په راتلونکو څو ورځو کې ښه خبر ولرو. "

د قطر دي چارواکي وویل لا هم معلومه نده چې د کابل نړیوال هوایي ډګر به بیرته څه وخت فعال شي خو زیاته یې کړه چې "هیله مند یو ډیر ژر به دا کار وشي. "


XS
SM
MD
LG