د لاس رسي وړ اتصالات

بریټانیه له ایران سره د نیول شوې بېړۍ تبادله رد کړه


ایران فارس خلیج ته د بریتانیې د پوځي ډلګۍ د استولو له وړاندیز سره مخالفت کړی
ایران فارس خلیج ته د بریتانیې د پوځي ډلګۍ د استولو له وړاندیز سره مخالفت کړی

بریټانیه د دوشنبې په ورځ (جولای ٢٩) ایران ته خبرداری ورکړی چې باید د بریتانیې تیل وړونکې بېړۍ خوشې کړي.

د بریټانیې د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب د بي بي سي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې که ایران غواړي له انزوا څخه ووځي باید نړیوال قوانین مراعات کړي او د سټینا ایمپیرو په نوم د بریتانیې هغه تېل وړونکې بېړۍ خوشې کړي چې یوه اونۍ مخکې یې د هرمز تنګي کې نیولې وه.

دا پیښه دوه اونۍ وروسته له هغه کیږي چې د هسپانیې په جنوب کې د بریتانیې د شاهي دولت تر حاکمیت لاندې د جبل الطارق چارواکو د ایران یوه لویه تېل وړونکې بېړۍ ګرېس یو ایساره او له سپرلیو سره یې ونیوله.

بریټانیه ادعا کوي چې د ایران تیل وړونکې کشتۍ د بندیزونو سرغړونه کړې و او سوریې ته یې تیل انتقالول.

ایران بیا وایي چې بریټانوۍ تیل وړونکې کشتۍ یې ځکه نیولې چې د ایران اوبو کې د یوې ایرانۍ کب نیوکې کشتۍ سره یې ټکر کړی و.

په ورته وخت کې تهران د لندن هغه پرېکړه چې د تېل وړونکو بېړیو د ساتنې لپاره فارس خلیج ته یوه ډله پوځیان استوي، پاروونکی وړاندیز بللی دی.

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا کار پوره دښمني ښکاره کوي.

ایران وایي د خلیج امنیت باید د سیمې د هېوادونو له خوا ونیول شي. د ایران او بریتانیې ترمنځ اړیکې وروسته له هغه خړې پړې شوي چې امریکا د ایران د ۲۰۱۵ کال د اتمي معاملې څخه ووت.

اروپايي هیوادونو، چین او روسیه پرون یکشنبې د اطریش په پلازمینه ویانا کې د ایران سره د اټومي موافقې د ساتلو په سره خبرې وکړې.

د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان رئیس عباس عراقچي له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې هیواد به یې اټمي موافقې ته خپلې ژمنې تر هغه وخته پورې کموي چې اروپایي هیوادونه په دغې معاملې کې د ایران گټې تضمین کړې نه وي.

عباس عراقچي وایي چې تهران پلان لري چې د اراک د درنو اوبو ریکټور بېرته فعاله کړي. درنې اوبه د پلوتونیم د تولید په ریکټورونو کې کارول کېږي چې بیا په خپل وار د اټمي وسلو په جوړولو کې استفاده کیږي.

له تهران سره د نړۍ د اټمي قدرتونو د ۲۰۱۵ کال د تړون په اساس ایران له دې کاره منعه شوی دی.

XS
SM
MD
LG