د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیه په حماس د ترهګرې ډلې په توګه بندیز لګوي


په بریتانیې کې د حماس په نظامي څانګې په ۲۰۰۱ کال کې بندیز لګیدلی.
په بریتانیې کې د حماس په نظامي څانګې په ۲۰۰۱ کال کې بندیز لګیدلی.

د بریتانیې حکومت پلان لري د فلسطین په حماس ډلې د ترهګرې ډلې په توګه بندیز ولګوي. ټاکل شوې د کورنیو چارو وزیره پریتي پټېل بله اونۍ په پارلمان کې ددې بدلون غوښتنه وکړي.

میرمن پټېل وایي دا اقدام د استخباراتي معلوماتو پر اساس اخیستل کیږي.

د کورنیو چارو وزیرې په واشنګټن کې د سفر پر مهال حماس په "بنسټیزه او جدي توګه د یهودانو ضد" ډله وبلله او زیاته یې کړه چې د یهودانو د ټولنې د خوندیتوب لپاره دا اقدام ضروري دی.

دغه بریتانوۍ چارواکې ادعا کوي چې د حماس د سیاسي او نظامي څانګو تر منځ توپیر کول امکان نلري.

سره لدې چې د حماس د القاسم لوا په نظامي څانګې چې غزه یې په کنټرول کې ده، د ۲۰۰۱کال د مارچ په بریتانیې کې بندیز لګیدلی خو که چیرته پدې ډلې د بریتانیې د ترهګرۍ د قانون له مخې بندیز ولګول شي، د متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې په شان اقدام به وي.

د اسرائیل صدراعظم نفتالي بنیت د بریتانیې دا اقدام ستایلی او حماس یې "سخت دریزه اسلامي"ډله بللې چې بې ګناه اسرائیلیان په نښه کوي او د اسرائیل بربادي غواړي.
هغه په ټویټر کې لیکلي، "زه د بریتانیې ددې پلان هرکلی کوم چې حماس ترهګر سازمان اعلانوي ځکه چې دا (حماس) دقیقاً همداسې(ډله) ده".

که د بریتانیې په پارلمان کې دا اقدام ومنل شي او پدې هیواد کې که څوک د حماس پلوي وکړي تر ۱۴ کالو بندي کیدی شي. همدارنګه د حماس د بیرغ پورته کول، د غړیو سره یې لیدنې کتنې او د هغوي جامو اغوستل به غیر قانوني وبلل شي چې د دې ډلې د ملاتړ لپاره کاریږي.

د همدې روان کال د مې په میاشت کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو تر منځ په یوولس ورځنۍ جګړې کې ۲۳۲ فلسطینیان چې ماشومان هم پک و، د اسرائیلي ځواکونو په هوایي بمباریو کې ووژل شول او څه باندې ۱۵ سوه ټپي شول.

په جګړې کې څه باندې ۸۵ زره د غزې اوسیدونکي بې کوره شول.

همدارنګه پدې جګړې کې په اسرائیلو د حماس په راکټي بریدونو کې ۱۲ تنه چې یو یې ماشوم و، ووژل شول.

XS
SM
MD
LG