د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه افغانستان ته اضافي عسکر لیږي


د برتانیې اکثره عسکر د هملند په ولایت کې میشت و.
د برتانیې اکثره عسکر د هملند په ولایت کې میشت و.

د برتانیې صدراعظمه تریزا مې وایي په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د افغانستان د امنیتي ځواکونو ماموریت ته څلور سوره څلویښت نور عسکر لیږي.

پدې سره به په افغانستان کې د ټولو برتانوي عسکرو شمیر ۱۰۹۰ شي.د برتانیې صدراعظمې وویل چې د قاطع ملاتړ ماموریت ته دغه عسکر د ناټو په غوښتنې لیږي.

د ۴۴۰ برتانوي عسکرو د جملې نه چې صدراعظمې تریزا مې یې د تګ اعلان کړی، نیمایي یې بله میاشت افغانستان ته ځي او پاتې نور یې ښایي د بل کال په سر کې ولیږل شي.

صدراعظمې تریزام مې د ناټو د مشرانو د غونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې دغه عسکر به په افغانستان کې د ثبات او امنیت په راوستلو کې مرسته وکړي چې " د افغان ولس حق دی.

دغه برتانوي عسکر په افغانستان کې د جګړې په ماموریت کې برخه نه اخلي، بلکې اصلي نقش به یې په کابل کې په خوندي توګه د نړیوالو سلاکارانو انتقالول وي.

برتانیې په ۲۰۱۴ کال کې چې ناټو په افغانستان کې خپل نظامي ماموریت پای ته ورساوه خپل زرګونه عسکر د افغانستان نه وویستل او یوازې د اوو سوو په شاوخوا کې پاتې و چې د قاطع ملاتړ تر مشرۍ لاندې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنې ، سلا مشورې ورکونې او همکارۍ په ماموریت کې یې دنده اجر کوله.

XS
SM
MD
LG