د لاس رسي وړ اتصالات

برېټانیا، فرانسې ته د غیرقانوني مهاجرو د ستنولو نیت لري


د انګلستان کانال له لارې بریتانیا ته تلوونکې غیرقانوني مهاجر
د انګلستان کانال له لارې بریتانیا ته تلوونکې غیرقانوني مهاجر

برېټانوي چارواکو د سه شنبې په ورځ اګست ۱۱مه (زمري ۲۱مه) ویلي چې دوي د هغو لارو چارو په لټه کې دي چې له مخې یې وکولی شي له فرانسې نه ورغلي غیرقانوني مهاجر بېرته هغه هېواد ته ورستانه کړي.

پدې وروستیو کې د فرانسې د کډوالو له کپمونو څخه د افغانانو په شمول ګڼ شمېر کسان په غیرقانوني توګه برېټانیا ته اوښتي دي خو د برېټانیا حکومت دغو خلکو ته پناه نه ورکوي او د بېرته ستنولو پلان یې جوړ کړی دی.

د برېټانیا صدراعظم بوریس جانسن د غیر قانوني مهاجرو د راتګ د مخنيوي ژمنه کړې او د کډوالو وزیر کرېس فلېپ یې له فرانسوي چارواکو سره د مذاکراتو لپاره پاریس ته استولی دی.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې زیات شمیر مهاجر چې غواړي بریتانیا ته ولاړ شي د افغانستان، عراق، ایران، سوریې او افریقایي هیوادونو وګړي دي.

یو شمیر کسان یې د پناه اخیستلو چانس ترلاسه کوي، نور یې بیا غیرقانوني اقتصادي مهاجر ګڼل کیږي او په برېټانیا کې د پاتې کیدو اجازه نه ورکول کیږي.

نن د برېټانیا سرحدي پولیسو ۲۰ تنه مهاجر د ډوور سیمې ته انتقال کړي او غواړي چې له هېواد څخه یې وباسي.

بریتانیا وایي د ډبلین مقرراتو په نامه د اروپایي ټولنې د مهاجرت سند انعطاب نه منونکی دی او باید چې بدل شي څو د غیرقانوني مهاجرو بیرته ستنول اسان شي.

د برېټانیا د سن ورځپاڼي د راپور له مخې، جنایت کاره ډلې د شاوخوا ۶۵۰ ډالرو په بدل کې غیرقانوني مهاجرو برېټانیا ته راوړي. په خبر کې راغلي چې ځېنې قاچاق وړونکي له ماشومانو نه پېسې نه اخلي او په وړیا توګه یې را انتقالوي.

XS
SM
MD
LG