د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانویان نن په عمومي ټاکنو کې رایې اچوي


پولیس نن د بریتانیا د عمومي ټاکنو ک لپاره د رایو اچونو د مرکزونو له کتلو نه وروسته د بایسکلوو په واسطه د ستنیدو په حال کې

د بریتانیې صدراعظمې ټریسا مې د اپریل په میاشت کې له وخت نه مخکې د دغو ټاکنو غوښتنه ددې لپاره کړې وه چې له هغو خبرو نه مخکې یو قوي موقف ولري چې له اروپايي ټولنې نه د بریتانیا د وتلو په اړه په راتلونکو ورځو کې پیل کیږي.

آغلې مې هیله درلوده چې هغه به په دغو ټاکنو کې د رایو اکثریت وګټي، خو د هغې هغه هیلی خړپړې شوې دي. داسې معلومیږي چې د اپوزیسیون کارګر ګوند به دغه خلا ډکه کړي.

د نن ورځې په ټاکنو کې به د بریتانیا رای ورکوونکي پرېکړه وکړي چې له اروپايي ټولنې د هغه هیواد د وتلو په اړه د خبرو پروسه څوک مخ ته یوسي. په دغه ټاکنو کې دوه غوره کاندیدان، د محافظه کار ګوند مشره او د بریتانیا برحاله صدراعظمه ټریسا مې، او د کارګر ګوند مشر جریمي کوربن سیالي کوي.

ډېره تمه کېږي چې د ټریسا مې په مشرۍ د بریتانیا محافظه ‌کار ګوند به خپل برلاسی وساتي او د ۶۵۰ کسیزې ولسي جرګې ۱۷ نورې څوکۍ به هم وګټي.

آغلې مې په دوو میاشتو کې له دریو بریدونو نه وروسته، له ترهه ګرۍ سره مبارزې ته د محافظ کار ګوند د اجنډا په سر کې ځای ورکړی دی.

هغه وايي "که چیرې د بشري حقونو قوانین په دغه برخه کې زمونږ مخه نیسي، نو مونږ به ددي کار لپاره په خپلو قوانینو کې بدلون راولو."

نظر شمېرنې ښیي چې د مې ګوند به په سلو کې ۴۳ رایې وګټي او دوهم ځای به د کارګر ګوند ونیسي چې ښایي په سلو کې ۳۶ یا ۳۷ رایې خپلې کړي.

د کارګر ګوند مشر جریمي کوربن وايي "د دموکراسۍ له ګواښ سره مبارزه ددې معنی نه لري چې په دموکراسي کې کموالی راشي. باید له ګواښ سره مبارزه وشي، یعني پولیس او امنیتي خدمات باید په سمه توګه تمویل شي."

د رایو اچول نن د سهار په اوو بجو پیل شول چې د ماښام تر لسو بجو پورې به دوام ولري.

یو رایه اچوونکي وویل چې دا به په راتلونکو کلونو پنځو کلونو کې د بریتانیا لپاره مهمه وي چې له اقتصادي ستونزو نه ووځي، خو هغه څرګنده کړه چې بریتانویان د دغو ستونزو د حل لپاره باید یو مناسب حکومت ولري.

لومړنیو نظر پوښتنو ښودلې ده چې د محافظه کار حاکم ګوند به یو ستر بری ولري، خو په وروستیو وختونو کې دغه مخکښتوب یو څو درجو ته ټیټ شوی دی. آغلې مې اوس ددې لپاره مبازره کوي چې د اوړو پوزه جوړه کړي.

د لندن د اقتصاد په پوهنتون کې د سیاست استاد این بګ وايي "که هغه د ډیویډ کیمرون په پرتله ښه کار و نکړي، نو دا به د هغې لپاره د پام وړ یوه ماتې وي. جریمي کوربن د هغه څه په پرتله ښه کار کوي چې خلکو یې تمه درلوده."

عامه خدماتو ته د ښاغلي کوربن پام د خلکو یو څه ملاتړ جلب کړی دی، خو هغه د ملي امنیت په اړه له ځینو پوښتنو سره مخامخ شوی دی.

په ټاکنو کې لیبرال دموکراتان دریم ځای لري چې له اروپايي ټولنې نه د بریتانیا له وتلو سره مخالف دي.

همداراز په دغه ټاکنو کې د لیرې ښي اړخ د خپلواکۍ ګوند هم برخه اخلي چې ملاتړ یې خورا زیات کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG