د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې او چین ته د بریتانیې خبرداری: لویدیځ د دیکتاتورۍ خلاف دریږي


د بریتانیې د بهرنینو چارو وزیرې دا څرګندونې په اسټرالیا کې کړي.
د بریتانیې د بهرنینو چارو وزیرې دا څرګندونې په اسټرالیا کې کړي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټراس نن جنوري ۲۱ (سلواغې۱) د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د چین جمهور رئیس شې ژنپنګ ته خبرداری ورکړ چې لویدیځ هیوادونه به د دیکتاتورۍ په خلاف ودریږي چې د سړې جګړې راهیسې تر بل هر وخت قوي شویده. .

میرمن ټراس په اسټرالیا کې د خبرو پر مهال وویل چې لویدیځ باید نړیوالو ګواښونو ته په ګډه ځواب ووایي، د هند – آرام سمندر په سیمه کې د دیموکراسیو سره خپلې اړیکې ژورې کړي او نړیوال تیري کوونکي وځپي.

د بریتانیې دې جګپوړي دپلوماتې زیاته کړه چې نړیوال تیري کوونکي غواړي نړۍ ته دیکتاتوري د یو خدمت په توګه صادره کړي او همدا وجه ده چې د بیلاروس، شمالي کوریا او برما په شان رژیمونه خپل تر ټولو نږدي ملګري په مسکو او بیجنګ کې پیدا کوي.

میرمن ټراس وویل لویدیځ باید د اسټرالیا، اسرائیل، هند، جاپان او اندونیزیا په شان متحدینو سره ګډه کار وکړي او زیاته یې کړه، "د دې وخت را رسیدلی چې خپلواکه نړۍ خپل دریځ څرګند کړي."

د بریتانیي د بهرنیو چارو وزیري په افغانستان کې د روسیې یرغل ته په اشارې وویل چې کرملین د تاریخ څخه عبرت ندی اخیستی او زیاته یې کړه چې "یرغل په ناوړه توګه د ډیر مرګ سبب کیږي."

د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ پورې په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد په یرغل کې د دې اتحاد څه باندې ۱۵ زره سرتیري ووژل شول.

پداسې حال کې چې د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو په جګړې کې د بهرنیو هیوادونو څه باندې ۳۵۰۰ سرتیري وژل شوي.

د امریکا د بروان په پوهنتون کې د "جګړې د لګښت" پروژې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې او پاکستان کې د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا په جګړو کې تقریبا ۲۴۱ زره کسان وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG