د بریتانیې صدراعظم وايي چې هغه به د آمریکا نه په دغه ملک کې د بدماشو ډلو د ستونزې د حل دپاره د مرستې غوښتنه وکړي.
ښاغلي کیمرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه به د آمریکا د لویو ښارونو نه چې د بدماشو ډلو سره یې جګړې کړي دي، مشوره واخلي، لکه نیویارک، باسټن او لاس انجلس
ښاغلي کیمرون وویل چې هغه د پارلمان د عاجلو چارو یوې کمیټې ته وویل چې چارواکي پر دې باندي غور کوي چې د ټولنیزو چارو انټرنیټ ویب پاڼې بندې کړي ځکه دغه ډلې د همدغو ویب پاڼو په مرسته خپل فعالیتونو ترسره کوي.