د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیوي عسکر بیرته سنګین ته تللي


دبریتانیې عسکر بیرته دهلمند ولایت ته ورستانه سویدي. داسوشیټیډ پریس خبري اژانس لیکي چې برتانیې دهلمند خونړي ولاېت ته ددې لپاره بېرته خپل عسکر وراستولي دي چې دافغانستان له قواوو سره مرسته وکړي. چې دې کار د افغانستان دملي امنیتي قواوو د چمتو والي په برخه کې نورې پوښتنې هم راپیداکوي چې دناټو له وتلونه وروسته به هغوی د خپل هېواد امنېت ساتلوته چمتو وي او که نه.

دافغانستان ددفاع وزارت داخبره د ېکشنبی په ورځ تصدېق کړه چې دبرتانېې 80 تنه پوځي مشاوران بیرته د سنګین ولسوالۍ ته په دې میاشت کې ولېږل شول چې دافغانستان له دوه زرو عسکرو سره داتو ورځو په عملېاتو کې مرسته وکړي چې دغه سیمه له یاغیانو نه پاکه کړي.

اسوشیټېډ پرېس د برتانیې د سنډې ټایمز ورځپاڼې په حواله لیکي چې دا ماموریت د دفاع وزیر فیلیپ همند خاصه اجازه غواړي. ددغو عملیاتو رپوټ اول د برتانیې سنډې ټاېمز ورکړی و.

دبرتانیې د دفاع وزارت دا خبره چندان مهمه ونه بلله او ویې ویل چې د دوي عسکر " کله ناکله " په هلمند کې د خپلې ساحې نه بهر هم عملیات کوي. له هغه وخت راهیسې چې نړیوال ایتلاف، امنیتی مسولیتونه تیره میاشت افغان قواو ته وسپارل، دا لومړی ځل دی چې بهرنۍ قواوې په عملیاتو کې د افغان ځواکونو سره دومره مرسته کوي.
XS
SM
MD
LG