د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا د افغانستان غلا شوي لرغوني اثار کابل ته سپاري


د بودا یوه مجسمه چې په ٢٠١٢ بریتانیا بیرته افغانستان ته ورکړې ده
د بودا یوه مجسمه چې په ٢٠١٢ بریتانیا بیرته افغانستان ته ورکړې ده

بریتانیا د بودایي دورې د مجسمو ۹ سرونه چې په ٢٠٠٢ کال کې د پاکستان نه په غیر قانوني توگه بریتانیا ته انتقال شوي وو، بیرته افغانستان ته ورکوي.

د گاردین ورځپاڼې د رپوټ له مخې د بودایي دورې د بوتانو دغه سرونه چې ښایي د طالبانو په واسطه له مجسمو نه جلا شوي وي پداسې حال کې کشف شول چې د لرگیو په بې کیفیته صندوقونو کې ایښول شوي وو.

د بریتانیا د موزیم یو مقام جان سمپسون، ویلي دي چې دا سرونه رنگه او بشپړې مجسمې وې چې شاوخوا ١٥٠٠ کاله مخکې د گندهارا د سلطنت په دوره کې بودایي معبدونه پرې زینت شوي وو.

د یو اوږد حقوقي بهیر له تیرولو وروسته دغه اثار تیر کال د بریتانیا موزیم ته واستول شول چې ثبت او وڅیړل شي او وساتل شي.

سمپسون ویلي دي چې پخوا یې هم په زرگونو تاریخي اثار کابل ته استولي دي.

دغه تاریخي اثار به د لنډې مودې لپاره د بریتانیا په موزیم کې نندارې ته وړاندې شي او بیا به په لندن کې د افغانستان سفارت ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG