د برېټانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو د پنجشنبې په ورځ [اکټوبر لومړۍ] اعلان وکړ چې یو ایراني الاصله برېټانوی یې د یکشنبې په ورځ د فیرفورډ هوايي اډې سره نږدې د یوې پېښې په تړاو نیولی دی.
د برېټانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو وویل چې چارواکو دغه ۲۷ کلن سړی په لندن کې "د ترهګریزو کړنو د سرته رسولو په شک" نیولی دی.
پولیسو ویلي چې پدې تړاو یې د یو ۲۷ کلن برېټانوي وګړي څخه هم پوښتنې ګروېږنې کړې او په سیمه کې یې دوه ملکیتونه پلټلي دي.
د ترهګرۍ ضد پولیسو لوړپوړې همغږې کوونکې، ویکي ایوانز په یوې اعلامیې کې لیکلي: "لکه څنګه چې مو روښانه کړې، موږ د بهرنیو دولتونو د احتمالي ښکېلتیا په شمول ټول اړخونه ګورو."
چارواکو تردې مخکې پنځه برېټانوي وګړي چې ټول د لندن اوسېدونکي وو د چاودیدونکو توکو او ترهګرۍ د جرمونو په شک نیولي وو. دغه کسان وروسته په ضمانت خوشې شول. پولیسو وویل چې د شکمنو کسانو موټرونه وپلټل شول خو د تېلو پرته پکې هېڅ چاودېدونکي توکي ونه موندل شول.
د برېټانیا لومړي وزیر انډي برنم د چهارشنبې په ورځ [سپټمبر ۳۰مه] وویل چې داسې "قوي نښې" شتون لري چې د فیرفورډ شاهي هوایي اډې ته نږدې رامنځته شوې پېښه کې د ایران دخالت ښکاره کوي.
امریکایي ځواکونو دا اډه د ایران پر وړاندې د بریدونو لپاره کارولې ده او په مقابل کې د ایران حکومت ویلي چې دا ځای یو قانوني هدف پوځي هدف شمېري.
په لندن کې د ایران سفارت یوه اعلامیه خپره کړې او فیرفورډ اډې ته څېرمه یې په رامنځته شوې پېښه کې د تهران هر ډول ښکېلتیا رد کړې ده.
فورم \ دبحث خونه