د لاس رسي وړ اتصالات

برتانویان د اروپایي ټولنې نه وځي او کمیرون استعفا کوي


د یو کی آی پي گوند مشر نیگل فرانج د اروپایي ټولنې نه د برتانیې د وتلو د کمپاین پر وخت
د یو کی آی پي گوند مشر نیگل فرانج د اروپایي ټولنې نه د برتانیې د وتلو د کمپاین پر وخت

برتانویانو په یوې تاریخي ټولپوښتنه کې د اروپایي اتحادیې نه د وتلو لپاره رایه ورکړه او ددې هیواد صدراعظم دیوید کمیرون خپله استعفا اعلان کړه.

د برتانیې صدراعظم دیوید کمیرون په لندن کې د خپل دفتر بهر خبریالانو ته وویل چې "برتانیانو یو څرگند تصمیم ونیو چې یوه بله لاره غوره کړي نو په دې خاطر زه فکر کوم چې هیواد یو نوي مشرتابه ته اړتیا لري چې په دغه لار لاړ شي."

ښاغلي کمیرون وویل چې د اکتبر په میاشت کې به له دندې لاس واخلي او زیاته یې کړه چې د خپل تصمیم په هکله یې ملکه الیزابت خبره کړې ده.

څیړونکي وایي د رای ورکوونکو دغه حیرانوونکی تصمیم چې له اروپایي اتحادیې څخه ووځي د کمیرون د تعهد د منځه تللو معنی لري. په پراخه توگه اټکل کېږي چې د ښاغلي کمیرون د محافظه کاره گوند ملگری د لندن پخواني ښاروال بوریس جانسن به چې د اروپایي اتحادیې څخه د وتلو کمپاین یې رهبري کاوه د هغه ځای ونیسي.

د وروستیو نتیجو په بنسټ چې د جمعې د ورځې پر سهار معلومه شوې د اروپایي اتحادیې نه د وتلو په پلوۍ ٥١ عشاریه ٨٩ فیصده خلکو رایه ورکړې ده.

د برتانویانو دغه تصمیم پر اسیایي بازارونو منفي اثر کړی دی او برتانوي پونډ د تیرو درې لسیزو په پرتله په بې سارې توگه راټیټ شوی دی.

د اروپایي اتحادیې نه د وتلو د پریکړې په نتیجه کې په نړیوال بازار کې د برتانیا د پونډ بیه رالویدلې ده
د اروپایي اتحادیې نه د وتلو د پریکړې په نتیجه کې په نړیوال بازار کې د برتانیا د پونډ بیه رالویدلې ده

په رای گیرۍ کې د گډون کوونکو فیصدي ٧٢٪ ښودل شوی ده چې د رای گیرۍ پر ورځ د سخت باران سره سره په ملي سویه په تیرو دوه لسیزو کې بې سارې ده.

جمهور رئیس اوباما د برتانیې د خلکو د تصمیم په اړوند په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د برتانیا د صدراعظم دیویډ کامیرون سره یې خبرې کړي دي. همداشان هغه وویل چې د جرمني د صدراعظمې انگلا مریکل سره یې هم ددې موضوع په هکله خبرې وکړې. ښاغلي اوباما زیاته کړه چې د برتانویانو وروستۍ تصمیم به د امریکا او برتانیا پر اړیکو کوم اثر ونه کړي.

ښاغلي اوباما وویل "ډاډه یم چې برتاینه به د اروپایي ټولنې نه د وتلو پروسه په منظمه توگه پرمخ بوزي." هغه دا هم وویل چې د برتانویانو دغه تصمیم، نړۍ ته سخت ټکان ورکړ.

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک وویل، اروپايي ټولنه ژمنه ده چې د پاتې اوه ویشتو غړو هېوادونو ترمنځ یووالی وساتي او د ټولنې د لا پاشل کېدو مخنیوی وکړي.

د جرمني صدراعظمې انگلا مرکل وویل چې اروپایي ټولنه پوره غښتلې ده چې د اروپایي اتحادیې نه د وتلو لپاره د برتانویانو د تصمیم ته ځواب ووایي.

میرمن مرکل زیاته کړه چې جرمني د اروپایي ټولنې د یووالي لپاره "ځانگړې علایق" او "ځانگړی مسؤلیت" لري. هغې وویل چې د اروپایي ټولنې مشر ډونالډ ټوسک، د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاند او د ایټالیا صدراعظم ماتیو رنزي ته یې بلنه ورکړې چې د دوشنبې په ورځ په برلین کې د اروپایي اتحادیې د پلان شوې غونډې دمخه سره وگوري.

د ناتو عمومي منشي یانز شتولتنبرگ وویل چې د اروپایي اتحادیې نه د وتلو لپاره د برتانویانو رایه به د امریکا په مشرۍ د ناتو سازمان پر پوځي اتحاد باندې کوم اثر ونه لري. هغه زیاته کړه چې د برتانیا موقف به په ناتو کې د غړیتوب په اړه بدلون ونه مومي.

XS
SM
MD
LG