د لاس رسي وړ اتصالات

د پارلمان د غړیو خبرداری: د بریکزیټ خلاف به راېې ورکړو


د اروپايي کمیسیون رئیس ژان کلاد جنکر ښي اړخ او د برتانیی لومړۍ وزیره تریزا مې په بروکسل کې د اروپايي اتحآد په مرکزی دفتر کې له یوبل سره ولیدل. د نومبر ٢۴ – مه ٢٠١٨ کال
د اروپايي کمیسیون رئیس ژان کلاد جنکر ښي اړخ او د برتانیی لومړۍ وزیره تریزا مې په بروکسل کې د اروپايي اتحآد په مرکزی دفتر کې له یوبل سره ولیدل. د نومبر ٢۴ – مه ٢٠١٨ کال

د برتانېې لومړۍ وزیرې تریزا می او د اروپايي اتحاد مشرانو د بریکزیټ موافقه لاسلیک کړله خو د هغی ځواکمنو سیاسی مخالفینو هوډ کړیدی چی په پارلمان کې ېې مخالفت وکړي.

داروپايي ټولنی مشرانو نن دیکشنبی په ورځ پر هغه معامله موافقه وکړله چې برتانیه به په راتلونکي کال کې د مارچ په نهه ویشتمه له ا روپايي اتحاد نه ووزي. دا اول ځل دی چی د ٢٨ هېوادونو په دې اتحاد کې یو هېواد یعنی برتانیه له اتحاد نه وزي.

داروپايي اِتحاد ٢٧ هېوادونه چې د برتانیی له وتلونه نه وروسته به هم په دې ټولنه کې پاتی شي، له لندن سره ېې د برتانیی دوتلو معامله منظور کړله.

د برتانیی وتل منظور شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

د اروپايی اتحاد د ٢٧ کسیزو هېوادونو دکمیسیون مشر ډانلډ ټسک د مشرانو له غونډې نه یوساعت نه کم وخت کې وویل: " اروپايي ټولنی هغه موافقه او سیاسی اعلامیه منظور کړله چې د اروپايي ټولنی او برتانیی ترمنځ د راتلونکیو اړیکو په برخه کې رڼا اچوي."

د برتانیی صدراعظمی تریزا مې ددغې معاملی ستاینه وکړله او وې ویل چی دابه برتانیی لپاره یونوی فصل پرانیزي.

XS
SM
MD
LG