د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې بیا د نوي مالي کال د بودیجې طرحه رد کړه


د افغانستان ولسي جرګې د روانې مرغومې میاشتې پر لسمه نېټه هم د ۱۷ مواردو له امله د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه طرحه رد کړې وه.
د افغانستان ولسي جرګې د روانې مرغومې میاشتې پر لسمه نېټه هم د ۱۷ مواردو له امله د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه طرحه رد کړې وه.

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې وړاندې شوې طرحه د دوهم ځل لپاره د رایو په اکثریت سره رد کړه.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د بودیجې په طرحه کې د «ملي دسترخوان» یو ځای کول او د نامتوازن انکشاف تر څنګ یو شمېر لاملونه هغه څه یادوي چې طرحه د دوهم لپاره هم رد شوه.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي ګل احمد کمین نن شنبه جنورۍ ۱۶ ( مرغومې ۲۷) امریکا غږ ته وویل: "د بودیجې دوهمه طرحه تر لومړۍ ډېره خرابه وه، هغه څه چې پارلمان پیشنهاد کړي وه چې د ولس غوښتنه وه، بدبختانه هغه نه وه پکښي ځای شوي، بلکې ملي دسترخوان پکې اضافه شوی و... یوازې پنځلس تائید رایې وي او پاتې ټولو کسانو په اکثریت سره رد کړه."

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ۱۴۰۰ کال بودیجې طرحه کې د «واحد عملیاتي ادارې» ته د بودیجې ځانګړي کول غیر قانوني کار بولي او وايي چې یاده اداره هیڅ قانوني تشکیل نه لري.

د افغانستان ولسي جرګې د روانې مرغومې میاشتې پر لسمه نېټه هم د ۱۷ مواردو له امله د ۱۴۰۰ کال بودیجه طرحه رد کړې وه.

خو تر هغه وروسته د افغانستان مالیې وزارت د ۱۴۰۰ کال بودیجې طرحه تیره اونۍ تر بیا کتنې وروسته افغان کابینې ته ولېږله چې د هغوی تر تائید وروسته یې دوهمه مسوده د ۲۰ میلیارد افغانیو په زیاتېدو سره د تصویب په هدف د دوهم ځل لپاره ولسي جرګې ته ولېږله.

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ۴۷۳میلیارد افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې چې ۳۱۱ میلیارد یې عادي او ۱۶۱ میلیارد یې پراختیايي بودیجه ده.

تر دا مهاله د افغانستان مالیې وزارت ددوهم ځل لپاره د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې د طرحې ردېدو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG